19 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیکا کې شپږو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

ښرنه/ باختر/ د غويي د میاشتې ۲۹ مه بې پیلوټه الوتکې...

په لوړو زده کړو وزارت کې د علمي څېړنو، تالیف او ژباړې ریاست ايجاد شو

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٢٩مه د لوړو زده کړو وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډيورنډ کرښې ته څېرمه د يوه مجهز ښوونځي د جوړولو لپاره هڅې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کا بل/ باختر/ دکب د مياشتې ۲۱ مه
په ننګرهار ولايت کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه ډير ژر د کليو د اوسيدونکو لپاره يو مجهز ښوونځى جوړيږي.
دغه ښوونځى څو ودانۍ او په لسګونه درسي ټولګي به ولري.
ټاکل شوې ده دغه ښوونځی تر يوې بلې مياشتې پورې ډيورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې جوړ شي، هغه ځاى چې ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځي ته د رسيدو لپاره څو کيلو متره لاره وهي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه ښوونځی د لسګونو ټولګيو په لرلو سربېره، کتابتون، لابراتوار، او ورزشي څانګې به هم ولري.
  ټاکل شوې ده دغه ښوونځی د هېواد د اقتصاد وزارت له خوا جوړ شي.
  ختم_ شکريه _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.