20 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

په کندز کې د خپلسرو وسله‌ والو یومهم قوماندان ونېول شو

کابل/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د کندز په...

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: د نورستان په نورګرام...

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په ډله کې دغړيتوب په تورد١٦تنو نيول کيدل

داسعدا آبادښار/ باختردوري دمياشتې٣٠نيټه: شپاړلس تنه دهېواد په ختيځ کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له زده کړې څخه زرګونو تنو پاتې کسانو ته د ليک لوست زمينه برابريږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ دکب دمياشتې ٢٧مه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت د پوهنې وزارت د ليک لوست د زده کړې له معينيت سره هوکړه ليک لاسليک کړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د دغه هوکړه ليک له مخې به په ټول هېواد کې زرګونو تنو بې سوادو ځوانانو او د زيات عمرلرونکو کسانوته د ليک لوست د زده کړې زمينه برابره شي.  
دغه کورسونه د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې د پنځو کلونو لپاره جوړیږي چې د ځوانانو چارو د معينيت له خوا برابر او رضاکار ښوونکي به وګومارل شي او د پوهنې وزارت د سواد د زده کړې معينيت له خوا به دغو کورسونو ته کتابونه، قرطاسيه او نور ضروري توکي برابر شي.
د دغه هوکړه ليک له مخې به د دغو کورسونو فارغانو ته په ښوونځيو کې د زده کړې زمينه برابره شي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات د پوهنې وزارت د سواد د زده کړې له معينيت څخه چې د هېواد په بېلابېلو سيموکې يې خلکو ته د سواد د زده کړې زمينه برابره کړې ده، مننه وکړه.
وروسته د پوهنې وزارت د سواد د زده کړې معين ډاکتر سردارمحمد رحيمي په خپلو خبرو کې د ځوانانو چارو د معينيت هلې ځلې چې د هېواد ځوانانو ته يې کړې دي؛ وستايلې.
پاى \ ج\  ذ

Last modified on Tuesday, 19 March 2019 05:06

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.