21 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په سمنګانو کې د څښاک اوبو يوه شبکه جوړيږي

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه په سمنګانو ولايت کې د...

په کندزکې د څښاک اوبو شپاړلس څاګانې کيندل کېږي

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه په کندز ولايت کې د...

په جوزجان کې د اوبو کانال جوړيږي

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه په جوزجان ولايت کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړ کې ۱۰۰ تنو د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فارغ شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

۱۱ـ اسعد اباد/ باختر/ د وري د میاشتې ۲۲ مه
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنه د حرفوي زده کړو له مرکز څخه فراغت لیکونه ترلاسه کړل.
ځايي چارواکي وايي چې په دغه پروګرام کې څلوېښتو تنو مېرمنو او شپېتو تنو ځوانانو ګډون کړی و چې د خیاطۍ، نجارۍ او د موټر سایکل جوړولو په برخه کې یې تر شپږ میاشتني زده کړو وروسته فراغت لیکونه ترلاسه کړل.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي چې د ځوانانو د وړتیاوو لوړول او ورته کاري فرصتونه برابرول د امنیت د ټینګښت او د خلکو په اقتصادي وده کې اغېزمن رول لوبولی شي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.