22 May 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ٣۱مه په هېواد کې روان حالات...

دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول شول

دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند ونيول شول

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ٣۱مه په جوزجان ولايت کې دوه...

تبصره

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ٣۱مه په هېواد کې روان حالات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پکتیا کې سږ کال څه د پاسه ۳۰ زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته جذب شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ګردیز/باختر/ د غويي د میاشتې ۲۳ مه
د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې ۳۱ زره ۱۷۲ نوي زده کوونکي په ښوونځیو کې شامل شوي دي.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې، دغه څرګندونې د پکتیا د پوهنې رئیس کوچی ځاځي د ۱۳۹۸ کال د لاسته راوړنو په پار په جوړې شوې غونډه کې وکړې.
کوچي وویل چې، په جذب شویو زده کوونکو کې ۲۱ زره ۳۴۲ یې هلکان او ۹ زره ۸۳۰ یې نجونې دي چې سږ کال نوي په ښوونځیو کې شاملې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیا ولایت په ټولو ښوونځیو کې ۲۶۱ زره ۲۴۶ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې له دې ډلې څخه۱۶۲ زره ۶۵۹ تنه یې هلکان او   ۶۷ زره ۴۱۵ تنه یې نجونې دي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.