23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړکې د دوه منځنيو ښوونځیو د ودانيو چارې بشپړې شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

  اسعد باد/ باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲ مه
د پوهنې وزارت په اډانه کې د دوست هېواد هندوستان په مالي مرسته د (۲۷٬۵) میلیونو افغانیو په لګښت د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د هلکانو او نجونو د دوه منځنیو ښوونځيو د ودانۍ دجوړولوچارې بشپړې اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال دباختر آژانس سیمه يیز خبریال ته وویل چې د (۴٬۶) میلیونو افغانیو په لګښت د کربوړۍ کلي د منځني ښوونځي ودانۍ او (۲۲٬۹) میلیونو افغانیو په لګښت د ملاعلم کلي د نجونو د منځني ښوونځي ودانۍ جوړې شوې دي.
دی وایي: د ملاعلم کلي د ښوونځي کیفیت په اړه ورته شکایتونه رسېدلي او د شرکت مسوولین یې مکلف کړي څو اړوند ستونزې اوارې او د خلکو اندېښنې ځواب کړي .
میرزکوال د دوست هېواد هندوستان له وړيا مرستو څخه د مننې ترڅنګ د اقتصاد وزارت له راغلي پلاوي څخه وغوښتل چې په کونړکې ورته نورې ټولګټې پروژې هم پلي کړي .
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.