18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتیا کې د دوو خونړیو پېښو مخه ونيول شوه

کابل/باختر/ د وږي ۲۷مه هوايي ځواکونو د پکتیا د زرملې ولسوالۍ...

يو انس سره زر په ١٥٠٠ډالرو پلورل کېږي

کابل/باختر/ د وږي٢٧مه په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس سره زر...

په ننګرهارکې سلګونو کورنيو روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ

کابل/باختر/ د وږي ۲٧مه په ننګرهارکې سلګونو کليوالي کورنيو روغتيايي اوبو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خبرتيا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د غبرګولي د مياشتې ٢٢مه
د آزموينو د ملي ادارې خبرتيا
دکابل ښار او دکابل ولايت دولسواليو دپوهنې د دولسمو ټولګيو هغو فارغانو ته چې پخوا يې دخپلو ليسو له لارې په آزموينه کې دګډون کارتونه ترلاسه کړي دي او د بايومتريک بهير يې بشپړ کړى وي، خبر ورکول کېږي چې دکانکور د آزموينې درېيم پړاو سبا د پنجشنبې ورځ د روان کال دغبرګولي دمياشتې په ٢٣مه د آزموينې په ځايونو کې چې د داوطلبانو د آزموينې دشموليت په کارت کې درج دي، ترسره کېږي .
داوطلبان دې دسهار په اوو بجو هغو ځايونو ته چې د هغوى د آزموينې  دشموليت  په کارتونو کې درج دي، مراجعه وکړي .
دغه راز  له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کېږي چې د آزموينې په ورځ د تابعيت د تذکرې اصل، تور خودکار قلم او د رشتې د کود جدول له ځان سره ولري .
دغه راز دکانکور آزموينې له شاملانو څخه په جدي توګه غوښتنه کېږي چې د آزموينې په ورځ دې دموبايل ، مخابرې، وسلې او د هر راز برېښنايي وسيلې له راوړلو څخه ډډه وکړي . ددغو وسايلو د موندلو په صورت کې له لايحې سره سم سرغړونکي د آزموينې له ساحې څخه ايستل کېږي او امنيتي مسوولينو ته  ورپېژندل کېږي .
  ختم_ شکريه  _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.