18 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

دقندهار _ هرات په لويه لاره کې مرګانى ترافيکي پېښه

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دقندهار – هرات ...

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دناامنۍ عامل ونيول شو .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دطالبانو دډلې يومشهور...

دسرې مياشتې  مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

دسرې مياشتې مخصوصه اوونۍ په لوګر کې ونمانځل شوه .

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر : دافغاني سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پنجشير کې ديوه حرفوي ښوونځي دجوړولو کار بشپړ شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ دويمه :
په پنجشير ولايت کې ديوه حرفوي ښوونځي ودانۍ نن پرانستل شوه او ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه .
دپوهنې وزير ډاکتر محمد ميرويس بلخي  دپنجشير دمرکز بازارک  په مربوطاتو کې دفروبل په نامه ديوه حرفوي  ښوونځي ودانۍ په داسې حال کې چې سيمه ييز مقامات، دادارو رييسان ،عالمان ، استادان او  زده کوونکي حاضر و دپټۍ  په پريکولو سره پرانستله .
دپنجشير دپوهنې رييس عتيق الله کريم وويل چې دغه ودانۍ په يو جريب  ځمکه کې په يوه پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده چې اته درسي خونې ، اداري څانګه ، کتابتون ،دساتونکې  خونه او نوراړين ملحقات لري .
هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ ددوست هېواد هندوستان له بودجې څخه دنهو مليونو درې سوه زرو افغانيو په لګښت دپوهنې  وزارت په همکارۍ جوړه شوې ده .
ويل کېږي چې په پنجشير کې  ١٢٩ ښوونځي شته چې له دې جملې څخه ٢٢  يې تراوسه پورې معياري ودانۍ نه لري .   ختم_ ف _ اکرم

 

Last modified on Monday, 24 June 2019 04:41

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.