31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

کابل/ د وږي ۱۱ مه / باختر اروپایي ټولنې په دغو...

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د غبرګولى١١ مه / باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د لوړو زده کړو په موسسو کې د شموليت دکانکور وروستۍ ازموينه سبا اخستل کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ ٦مه
د هېواد د مرکز او ولايتونو د لېسو د دولسمو ټلوګيو له فارغانو څخه دلوړو زده کړو په موسسو کې د شموليت عمومي متفرقه ازموينه سبا په کابل کې اخستل کېږي .
  د ازموينو  د ملي ادارې سرپرست پوهاند عبدالقدير خموش  باختراژانس ته وويل، چې سبا د روان کال د چنګاښ د مياشتې په اوومه نېټه د جمعې په ورځ د هېواد د مرکز او ولايتونو د لېسو د دولسمو ټولګيو له فارغانو څخه دلوړو زده کړو په موسسو کې د شموليت  د کانکور عمومي متفرقه ازموينه په کابل پوهنتون کې  اخستل کيږي .
هغه زياته کړه، چې په دې ازموينه کې ټاکل شوې ده د هېواد له مرکز او ولايتونو  څخه د هلکانو اونجونو په ګډون پنځه زره داوطلبان چې دستونزو له امله له پخوانيو ازموينو څخه پاتې شوي دي ، برخه واخلي .
پوهاند خموش وويل: دکانکور په متفرقه ازموينه کې چې سبا اخستل کېږي هغه داوطلبان چې دکانکور د ازموينې د شموليت فورم يې د پوهنې وزارت دعمومي زدکړو له رياست _ ګلبهار سنتر )  څخه اخستي او پړاونه يې  تېر کړي دي هغه داوطلبان چې دمرکز او ولايتونو دکانکور له ازموينو څخه پاتې دي او د غيرحاضرانو فورم يې په حضوري ډول او يا د انلاين له لارې ډک کړى دى هغه داوطلبان چې دکابل ولايت  له شپنۍ  ازموينې  څخه پاتې دي او وروسته يې د غيرحاضرانو فورم ډک کړى دى او دغه راز د اختصاصي  ازموينې داوطلبان د څوارلسم ټولګي فارغان چې د شموليت فورم يې دکابل له طبي پوهنتون ، دکابل له پولي تخنيک پوهنتون او له کابل پوهنتون څخه ترلاسه کړي او پړاونه يې تېر کړي دي شامل دي .
د روان کال  د کانکور په ازموينه کې به څه دپاسه ٢٠٠ زره تنه داوطلبان ګډون وکړي اوله دې جملې څخه  هغه کسان چې دکانکور ازموينه يې په برياليتوب سره ترسره کړې له هغو څخه کابو ٨٠ زره  د شپې د برخې او اختصاصي او د څوارلسمو ټولګيو د فارغانو په ګډون دلوړو زد کړو په موسسو کې څه دپاسه  ٥٠ زره  په خصوصي پوهنتونونواو پنځوس زره نور يې دهېواد دنيمه لوړو زدکړو په موسسو کې جذب شي.
ختم-عطاالله _اکرم

Last modified on Thursday, 27 June 2019 11:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.