16 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

پنځه تنه په فراه کې د ماین په چاودنه کې ووژل شول

فراه /باختر /دوږی ۲۵ په فراه کې پنځه تنه د ښخ...

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

اووه طالبان په فاریاب کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د درېيو سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون...

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

په میدان وردګو کې د طالبانو یو قوماندان ووژل شو

کابل/ باختر/ د وږي٢٥مه د طالبانو یو قوماندان تېره شپه په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپوهنې وزارت په ښوونځيو کې دلوست دکيفيت د ښه والي په خاطر په نوى پروګرام کار کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل-باختر دتلې ١٦
د پوهنې وزارت  دپوهنې دکيفيت دلوړولو په خاطر نوى پروګرام ترلاس لاندې نيولى دى.
دغه ټکۍ دپوهنې وزارت تخنيکي او مسلکي معين آصف ننګ دباختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې څرګند کړ او ويې ويل :دپوهنې وزارت دپوهنې دکيفيت دښه والي په خاطر يو پروګرام ترلاس لاندې نيولى دى چې په هغه کې ټينګار شوى دى چې له لومړي ټولګي څخه تر دريم ټولګي پورې زيات تمرکز په لوستلو او ليکو وشي.
ځکه چې له لومړي ټولګي څخه تر دريم ټولګي پورې دنږدې اتو مضمونونو لوستل زيات کميت دى.
ده زياته کړه ددغه پروګرام له مخې له څلورم ټولکي ترنهم ټولکي پورې به زده کوونکو ته دعمومي تعليماتو لوست ورکړى شي او له لسم ټولکي څخه تر څوارلسم ټولکي پورې په پنځو برخو ويشل کيږي چې د اجتماعياتو ،ساينسى ،تخنيکي او مسلکي تعليماتو ،اسلامي تعليماتو او دښوونکو د روزنې برخې شاملې دي.
دپوهنې وزارت معين زياته کړه چې دپوهنې وزارت علمي کميتې دستراتيژى جوړولو او پروګرام جوړولو په کچه خپل کار پيل کړي دي او دغه راز څه موده مخکې يې دپوهنې او دلوړو زده کړو دملي بلنې تر عنوان لاندې درې ورځنۍ سيمينار جوړکړ او په هغه پريکړه وشوه چې دکيفيت په خاطر دې بايد دمضمونونو حجم کمښت ومومي او ددې لپاره چې د زده کوونکو زيات وخت ضايع نه شي له لسم ټولګي وروسته ده ته ضرورت نښته چې زده کوونکې په عمومي تعليماتو کې پاتې شي او ١٨ مضمونونه چې زيات کميت دى يى ولولى، ده زياته کړه چې په دې پروګرام کې زده کوونکې له نهم ټولګي وروسته يوې دشتې ته ځي او د١٨ مضمونونو پرځاى ٨ مضمونونه لولى او په اړونده برخه کې تخصصى کيږي.
دغه راز همدا اوس دتخنيکي او مسلکي تعليماتو او داسلامي تعليماتو په برخه کې په ځينو ښوونځيو کې په لسم ټولګي کې څانګې بيلې شوي دي اود ښوونکو د روزنې په برخه کې عملي کار پيل شوي دي خو له ١٣٩٢ کال وروسته  ددې زمينه برابروو چې زموږ ښوونکې له لسم ټولګي څخه تر ١٤ ټولکي پورې په يوه څانګه کې زده کړه وکړي.
ده دغه پروګرام دپوهنې دکيفيت دښه والې په خاطر اغيزمن وباله او زياته يې کړه چې ددغه پروګرام په تطبيق سره دښوونځيو په تدريسي مضمونونو کې دمحتوا له پلوه بدلون نه راځي خو دمضمونونوپه شمير کې به کمښت رامنځته شي.
دپوهنې وزارت تخنيکي او مسلکي معين زياته کړه چې ددغه پروګرام مقدماتي او دپلان جوړولو کارونه په روان کال کې پيل شوي دي او هيله ده چې په ١٣٩٢ کال کې په عملي توګه دهيواد په پوهنه کې تطبيق شي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.