04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اقراء پروګرام په چوکاټ کې لومړنی ښوونځی په خوست کې ورغول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۹مه
په ټول هېواد کې د «اقراء» پروګرام په چوکاټ کې له ۶ زره جوړېدونکو ښوونځیو څخه لومړنی ښوونځی د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
چارواکي وايي چې د ګربزو ولسوالۍ د درویزګۍ لومړنی ښوونځی د څه د پاسه ۳۵ میلیونو افغانیو په لګښت رغول شوی چې یوه اداري او شپږ درسي خونې لري.
د خوست والي محمد حلیم فدایي د یادې ودانۍ د پرانیستې پرمهال باختر آژانس ته وویل چې اوس په خوست کې د ۶۴ ښوونځیو د ودانیو چارې روانې دي، ۹۸ نورو ښوونځیو ته ودانۍ منظورې شوې او د ۱۱۸ ښوونځیو ودانۍ په پلان دي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.