له هرات څخه احمد راشد د کانکور آزموينې اول نمره شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٩مه 
د هرات او کابل د کانکور آزموينې ګډون کوونکي، د هېواد د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت د آزموينې د نتيجو د جدول په سرکې ځاى لري.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت په کانکور آزموينه کې څه ناڅه ۲۰۰ زرو تنو زده کوونکو ګډون کړى و چې په پایله کې له هرات څخه احمد راشد د ۳۵۰ اعشاريه ۲۵۱ نمرو په اخيستلو سره د دې آزموينې اول نمره د هرات طب پوهنځي او د دغه ولايت يو بل زده کوونکى سيد سجاد د ۳۴۶ اعشاريه ۸۶ نمرو په اخيستلو سره دويم نمره کابل طب ته لاره وموندله.
دغه راز له کابل څخه ګډون کوونکی قاسم علي د ۳۴۵ اعشاريه ۱۶ نمرو په ترلاسه  کولو سره د کابل اقتصاد پوهنځي ته لاره وموندله.
پاى \ ج

 

Last modified on Wednesday, 10 July 2019 13:57
back to top