22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هندوستان د لنډمهالو تعلیمي بورسونو په ستونزو او حل لارو خبرې وشوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه
د وزیرانو شورا د پرېکړي پر بنسټ د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال په مشرۍ د دوست هېواد هندوستان له لوري د دولتي کار کونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د نړیوالې همکارۍ (ITEC) برنامې په ترڅ کې د  ۲۰۱۹ کال د مرسته شویوبورسونو د ارزونې کمیسون غونډه وکړه.
په دې غونډه کې چې د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو، مالیې، پوهنې، مخابراتو او اقتصاد وزارتونو او اداري اصلاحاتو کمېسیون استازو ګډون درلود، د لنډمهالو تعلمي بورسونو په څرنګوالي، ستونزو او حل لارو چارو هراړخیزې خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو د ریاست مرستیال صفت الله صافي وویل: د بهرنیو چارو وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمېسیون سره په ګډه هڅه کوي چې د دغو بورسونو د جذب او ویش په برخه کې له ټولو مرسته شویو بورسونو څخه په ښه توګه ګټه واخیستل شي.
د اداري اصلاحاتو کمیسیون د ملکي خدمتونو د انستیتیوت رئیس سید مددي د هند لنډ مهاله بورسونه ګټور وبلل او ويې ویل: موږ هڅه کوو چې بورسونه ټولو ادراتو ته د اړتیا له مخې سره ولېږو ترڅو د دولت ټول کارکونکي ورڅخه ګټه پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه: په تېرو کلونوکې د بورسونو په ویش کې ستونزې وې او له بل لوري یاد بورسونه د هېواد د اړتیاوو خلاف په داسې څانګو کې و چې ډېرو کسانو ته د علاقې وړ نه و، خو موږ کوښښ کوو چې په راتلونکې کي نه یوازې د هند بلکې د ټولو هېوادونو له لوري د مرسته شویو بورسونه څخه په ښه توګه ګټه واخستل شي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمدخان وویل: له لنډمهالو بورسونو څخه باید په ښه توګه ګټه واخستل شي او داسې کسان باید ورته ونومول شي چې د ملکي خدمتونو د لارښونې او د بورسونو له قوانینو سره برابروي.
لومړي مرستيال انجنیر محمد خان زیاته کړه: لومړی باید د تېرو کلونو ستونزې په ګوته شي او په راتلونکې کې د بورسونو په اړه ادارو او ولایتونو ته مخکې له مخکې  لارښونې او معلومات ورکړ شي تر څو و کولی شو چې وړ کسان، پر وخت او سمه توګه ور وپېژندل شي.
لومړي مرستیال د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون ته دنده وسپارله تر څو د بورسونو د وېش او د یادو بورسونو څخه د سالمې ګټې اخیستنې په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي او د دولتي کار کونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د نړیوالې همکارۍ (ITEC) برنامې له مسوولینو سره په همغږۍ ستونزې حل او پایلې یې د وزیرانو شورا راتلونکې غونډې ته وسپاري.پاى\جهان يار


 

Last modified on Monday, 22 July 2019 05:18

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.