مهترلام\باختر\د زمري ١٥ مه
په لغمان کې د شفاء له طبي علومو انستېتېوت څخه ٢٤١ تنه ښځينه او نارينه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د باخترا ژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې، د فراغت په دې غونډه کې د ياد انستېتېوت مشرمولوي عبدالاحد عتید وویل، له کله نه چې په لغمان کې شفاء انستېتېوت په فعاليت پيل کړى لسګونه زده کوونکي یې د ټولنې خدمت ته وړاندې کړي دي.
په همدې حال کې د لغمان والي محمد اصف ننګ فارغو زده کوونکو او د دوی کورنیو ته مبارکي وويله او زیاته یی کړه چې هرې کورنۍ ته پکار ده څو په خپلو لوڼو او زامنو زده کړې وکړي.
هغه وويل چې د زده کړو ټول مرکزونه باید د زده کړو کیفیت ته ډېره پاملرنه وکړي څو ټولنې ته مسلکي او په کارپوه ځوانان د خدمت لپاره وړاندې شي.
د غونډې په پاى کې د لغمان د عامې روغتيا رئیس، د ولایتي شورا وکیلې، استادانو، د محصلینو استازي او نورو ویناوالو هم خبرې وکړې او ياد انستېتېوت یې په دغه و لايت کې کټور وباله.
د یادونې وړ ده چې شفاء انستېتېوت دا شپږمه دوره ده چې فارغان ورکوي، چې ټول شاوخوا زر(۱۰۰۰) تنه ښځینه او نارینه پکې شامل دي، خو په دې دوره کې ۲۴۱ تنه فارغ شول چې ۷۱ پکې ښځینه دي.
پاى\وصال