19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دلوړو زده کړو وزارت دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو دکيفيت په لوړولو باندې ټينګار وکړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ١٦مه :
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي دخصوصي پوهنتونونو  او دلوړو زده کړو دموسسو داتحاديې له استازو سره په يوه ناسته کې په دغو بنسټونوکې دکيفيت دښه والي او دشته  ستونزو دلرې کولو په باب په ګډ کار باندې ټينګار وکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې ناسته  کې دلوړو زده کړو وزارت سرپرست دخصوصي پوهنتونونو او دلوړو زده کړو  دموسسو داتحاديې داستازو نظريې واوريدې او ويې ويل چې دهېواد دلوړو زده کړو  په نظام کې  يولړستونزې شتون لري اودهغو دلرې کولو لپاره ګډو هڅو ته اړتيا ده .
هغه وويل چې دلوړو زده کړو وزارت مشرتوب دهغو کسانو په قدرچې خپله پانګه يې دپوهنتون اودعلم  او دعلمي ارزښتونو دزده کړې په برخه کې شلولې ده پوهيږي .او په همدې ملحوظ  په دې لټه کې دى چې دخصوصي پوهنتونونو او دلوړو زده کړو  دموسسو په برخه کې داصلاحاتو له رامنځته کولو سره له معنوي پلوه هم ددغې پانګې د اغيزمنتوب کچه وساتل شي .
پوهنمل بالاکرزي ټولو خصوصي پوهنتونونو او دلوړو زده کړو موسسو ته ډاډ ورکړ چې په ښه نيت سره او دټولنې په وړاندې دعلمي رسالت په پام کې نيولو سره کار کوي او دغه بنسټونه دې بايد دخصوصي لوړو زده کړو په موسسو اوپه تېره بيا په هغو موسسو کې چې دطب څانګې لري دمقررې ، نصاب او دعلمي معيارونو په باب دلوړو زده کړو له وزارت سره دايمي همکاري ولري چې ټول دهغو ستونزو دلرې کولو لپاره  چې کيفيت  ګواښوي ، کار وکړي .
  ختم- عطاالله _ اکرم                   

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.