19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپوهنې وزارت دسرپرست پيغام .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وږي ١٦مه :
دهېواد دتودو سيمو دولايتونودښوونځيو دتعليمي کال دپيل په مناسبت دډاکتر محمد ميرويس  بلخي پيغام .
دخوشحالۍ ځاى دى چې دروان کال په بهير کې  يوځل بيا دهېواد دتودو سيمو په ښوونځيو کې دپيل زنګ وګړنګول  شو او زه دافغانستان دپوهنې دمسوول په توګه ددغې ورځې په مناسبت دپوهنې کاروان ته مبارکي وايم.
  خوښ يم چې دپوهنې دمسوول په توګه يوځل بيا د نجونو اوهلکانو په ګډون  دافغانستان له بچيانو څخه غواړم چې دمعرفت او پيژنګلوي په لور ګام واخلي او هغه کورنۍ چې دهېواد په تودو سيمو کې استوګنه لري په ټول وجود سره درک کوم چې ستاسو يوشمېر بچيان  دتپل شوي جګړې ، ددودونو  دواکمنۍ اوداقتصادي بې وزلۍ  له امله له نيونې اوروزنې څخه لرې پاتې شوي دي خودپوهنې کارکوونکي جدي ژمنه لري چې په اڼډوليز ډول ښوونيز او روزنيز امکانات دهېواد په ټولو سيموکې دافغانستان په ټولو بچيانو وويشل شي او ددې هېوادهيڅ يوبچى دښوونيزو او روزنيزو خدمتونو له پوښښ  څخه بې برخې پاتې نه شي .
له تاسو ميندو او پلرونو څخه غوښتنه کوم چې داسلام دمبين دين دحکمونو په پيروى چې زده کړه يې په مسلمان نارينه اوښځې فرض ګرځولې ده په شرايطو برابر خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړئ .
دهېواد دولايتونو دپوهنې رييسان او دپوهنې ټول کارکوونکي  مسووليت لري چې دهېواد دبچيانو په ښوونه او روزنه کې له هر راز اړيکو پرته هراړخيزې څې وکړي .
دښوونځيو دجوړولو پروګرام هم دوام لري او له ژمنې سره سم په روان کال کې  ٢٧٠٠ نوي ښوونځي جوړېږي  .
دغه راز ٣٣٠٠ نور ښوونځي پلان کې دي چې دهغو دجوړولو په برخه کې هم اقدام کېږي .
دلومړى دورې کتابونه هم چاپ شوي دي او دليږدونې په پړاو کې دي او په ډېر لنډ ممکن وخت کې به په ښوونځيو کې په نويو شامل شويو زده کوونکو وويشل شي .
دښوونکو دمعاش او يالږ ترلږه دامتيازونو د لوړولو لپاره هڅې دوام لري او هيله لرو چې دښوونکو د اقتصادي حالت په پوهيدو سره ددولت مالي امکاناتوته په پاملرنې  سره دهغو معاش اوامتيازونو ته مثبت ځواب ورکړى شي
له نيکه مرغه نن دهېواد په ګوټ ګوټ کې  ١٨٠٠ ښوونځي لرو چې په دغو ښوونځيو کې ٤ر٩ ميليونه تنه په  زده کړې بوخت دي .
زما غوښتنه داده چې راشئ  يوبل ته لاسونه ورکړو او دپوهنې  دلاغوړيدو او پراختيا په لاره کې په ګډه کار وکړو
ختم_  ف _ اکرم

Last modified on Saturday, 07 September 2019 12:36

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.