19 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په طبي څانګه کې د خصوصي لوړو زده کړو اتو موسسو ته د محصل د منلو اجازه ورکړاى شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / باختر/ د وږي١٧ مه
د لوړو زده کړو وزارت په طبي څانګوکې د خصوصي لوړو زده کړو اتو موسسو        ته د محصل د منلو اجازه ورکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د هېواد د کابينې له پرېکړې سره سم، د خصوصي لوړو زده کړو اتو موسسو ته چې په طبي څانګوکې د محصل منل يې د تعليق په حالت کې و؛ د لوړو زده کړو وزارت له بيا ارزونې وروسته د محصل د منلو اجازه ورکړاى شوه.
د خصوصي لوړو زده کړو په دغو موسسوکې د دعوت پوهنتون، د ميهن، ملي،       سپين غر، ننګرهار، کاوون، مسلم  او د زاول موسسې او جامي پوهنتون شامل دي.
دغه بنسټونه کولاى شي د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کانکور د آزموينې د اخيستلو له کړنلارې سره سم، د خصوصي لوړو زده کړو موسسو له رياست او د آزموينو له ملي ادارې سره په تفاهم کې د ١٣٩٨ کال د مني سمستر د کانکور  آزموينه واخلي.
دغه راز د افغاني پامير، ميرويس نيکه او ملالۍ د خصوصي لوړو زده کړو موسسې  چې ارزونه يې بشپړه شوې ده د اړونده بورد له تائيد او د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا له پرېکړې وروسته کولاى شي په خپل طبي څانګوکې محصل ومني.
په همدې ترتيب د سپين غر کابل، رازي، آريانا، اهل بيت، وادي هلمند، شهيد سيدجان کندزي، هريوا هرات، آريانا ننګرهار او د شيرزي افغان کندز په ګډون دخصوصي لوړو زده کړو ٩ موسسې چې د هغوى د بيا ارزونې بهير دوام لري، د دغه بهير له بشپرېدو وروسته به د دغو موسسو په اړوند لازم تصميمونه ونيول شي.
دغه راز په هغې غونډه کې چې په همدې اړوند پرون د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ او د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو او د خصوصي لوړو زده کړو د پوهنتونونو او موسسو د اتحاديې د مسوولينو او رييسانو په شتون جوړه شوه؛ دطبي خصوصي لوړو زده کړو دهغو شپږو بنسټونو په اړوند چې د هغوى د طبي څانګو جواز د هېواد د کابينې د پرېکړې پربنسټ لغو شوى دى؛ د اړوندو بنسټونو په ګډون يوه ګډه کمېټه جوړه شوه.
دغه کمېټه به د يادو بنسټونو د سندونو د بيا ارزونې موضوع په کارپوهانه ډول وڅېړي او له بيا ارزونې وروسته به پايله ګډ بورد او لوړو مقاماتو ته وړاندې کړي چې په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شي.
دغه راز په غونډه کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسسو د مقررې د بيا څېړنې او تعديل په منظور د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه غړو او د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د اتحاديې له استازو څخه يوه جلا ګډه  کمېټه جوړه شوه چې خپله وړانديزي طرحه چې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو په علمي چارو کې د کيفيت متضمن دي؛ برابره کړي او د لازمو تصميمونو د نيولو لپاره ګډ بورد او د لوړو زده کړو وزارت مقام ته وړاندې کړي.
پاى \ف\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.