21 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر بلخي: د قيصار ولسوالۍ د پوهنې ستونزې څېړل کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د تلې ۱۵ مه / باختر
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکتر محمد ميرويس بلخي نن د فارياب د قيصار ولسوالۍ له يوشمېرمشرانو سره په کتنه کې د دغې ولسوالۍ د پوهنې ستونزو ته د رسېدنې ژمنه وکړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې چې په کابل کې وشوه؛ د فارياب د قيصار ولسوالۍ يوشمېر مشرانو د دغې ولسوالۍ د پوهنې ستونزې ډاکتر بلخي ته بيان کړې او د حل غوښتونکي يې شول.
د پوهنې وزارت سرپرست د فارياب د قيصار ولسوالۍ د پوهنې د ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د دغو ستونزو د لرې کولو لپاره به جدي رسېدګي وشي.
ختم-سعيده - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.