15 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دپروان ښوونځيو تنطيفاتي وسايل ترلاسه کړل

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دپروان په يوشمېر ښوونځيو...

دشکرې له ناروغي سره دمبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر بلخي ، دکابل ښار دجوګيانو دکمپ دماشومانو تعليمي حالت وڅېړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
دپوهنې وزارت سرپرست  ډاکتر محمد ميرويس بلخي پرون  په کابل ښار کې  دجوګيانو کمپ  وکوت .او په دغه کمپ  کې يې  ددرې زره دوه سوه ماشومانو دتعليمي ستونزو دڅېړنې ژمنه وکړه .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دپوهنې وزارت سرپرست په کابل ښار دجو ګيانو کمپ  دغير رسمي ماشومانو دتعليمي  حالت دڅېړنې په موخه ددغه وزارت دمشرتابه هيئت  له يوشمېر غړو سره  دغه کمپ وکوت .
دکابل ښار  په جوګيانو کمپ کې  ددرې زره دوه سوه ماشومانو په  ګډون کابو اته زره کورنۍ  ژوند کوي .
  ډاکتر بلخي  ددغې کتنې په بهير کې  دکمپ داوسيدونکو  تعليمي ستونزې  واوريدې . او ژمنه يې وکړه چې ددغو ستونزو دحل کولو لپاره به  جدي اقدامات وشي .
ددايمي ښوونځيو جوړولو  او د  موجودو ځمکو دحالت دڅېړنې لپاره  هلې ځلې ،  په ښوونځيو کې  دجوګيانو دماشومانو دشاملولو لپاره  دجوړښت  تعقيبول   او په دې کمپ کې دډير نږدې  ښوونځي دالحاقيې موضوع دپوهنې وزارت  دمشرتابه  او دجوګيانو کمپ  دمشرانو ترمنځ  دخبرو وړ موضوعګانې وې .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.