19 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسوله غوښتونکو دوګړني حرکت شپږ غړي په لوګر کې وتښتول شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: دهلمندي سوله غوښتونکو وګړنى حرکت...

٣ وسله وال طالبان دننګرهار په لعل پوره کې ووژل شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: درې وسله وال طالبان...

طالبانو دکندز دحوزوي روغتون يو امبولانس وتښتاوه .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: وسله والو طالبانو نن له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغان شنونکو شبکې د وروستیو څرګندونو په اړه د پوهنې وزارت رسمي غبرګون

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

٥٦-کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

په دې وروستیو کې د The Battle for the Schools, the Taleban and State Education تر عنوان لاندې ۲۹مخیزه راپور خپور شوی چې د دغه راپور د لیکونکو اصلي هڅې په دوه موضع ګانو راڅرخي:

 

  •  طالبان ولې نور ښوونځي نه سوزوي؟

 

د ځواب په اړه یې ویلی شو، چې دغو شنونکو په نامسوولانه ډول د پوهنې وزارت له نظر اخستو پرته په خپله دې پوښتنې ته ځواب ویلی چې ګواکې د طالبانو او حکومت ترمنځ په دې اړه کومه معامله شوې ده.

 

  • دوهم: په راپور کې ویل شوي دى چې د پوهنې وزارت د نصاب د بدلون او د دیني مضامینو د ورځایولو په اړه، او دغه شان له دوی سره د طالبانو له لوري د ښوونکو د استخدام په اړه هم هوکړې ته رسیدلي دي.

 دغه راپور په ښکاره په ۱۰ ولایتونو کې د وسله والو طالبانو له یو څو تنو قومندانانو او سرګروپانو سره مرکې او د سیمې د خلکو روایتونه دي، چې له ورایه ښکاري چې مصنوعي او ځانه جوړ شوي دي.

له ژورنالیستیک اړخه، دغه راپور مسلکي نه دی او ثقه توب یې هم د تایید وړ نه دی، ځکه د پوهنې وزارت د پالیسي جوړوونکي مسوولانو نظر( رد یا تایید) پکې نشته چې د راپور سخت فني او مسلکي کمزوري او په عین وخت کې د دغه راپور د جوړوونکي بې مسوولیتي، عقده مندي، د تخریب لپاره ددوی مغرضانه هڅې راپه ګوته کوي.

 د افغانستان د پوهنې وزارت، ددغه راپور د ټولو جزیاتو او محتویاتو په رد سربیره، خپل پیاوړي او میړني ولس ته ډاډ ورکوي چې د پوهنې د نظام د تاریخي او سترو لاسته راوړنو په بدل کې به له هیڅ اړخ او هیچا سره معامله ونه کړي او هغه شمیر سیاسي چاپلوسان او دلالان چې د ولس لپاره د شعار کومه خاصه او د پام وړ داعیه نه لري او د عوام غولونې بازار یې تنزیل کړی دی، هم اخطار ورکوو چې په دا شان تورو تبلیغاتو او وهمیاتو باندې د معارف لاسته راوړنې د خپلو ظنیاتو او افواهاتو تر تور سیوري لاندې نه شي راوستلی.

 د افغانستان د پوهنې نظام نن د هغو انسانانو په یوه ملي او ستره څپه بدل شوی چې د رڼا په لور ګام اخلي او بیرته شاته ستنیدونکی نه دی. داسې ټولنه چې له ۹ میلیونو تنو څخه يې ۳ میلیونه زموږ خویندې تشکیلوي، دومره لوړه شمیره چې د افغانستان د معارف د تاریخ له هیڅ دورې سره مقایسه کیدی نه شي. داسې لاسته راوړنه چې دا په نوم شنونکي ورباندې کاڼه او ړانده شوي او په هغه باندې له قضاوت پرته تیر شوي دي.

 

 د پوهنې رهبري په ډیر ویاړ ټولو ته په جار وايي، چې زموږ ټینګ ګامونه او هڅې به د یو باکیفته معارف د ودې او تعمیم او ټولو ته ددغه خدادادي حق د رسولو لپاره مخ په وړاندې روانې وي او له خپلو ټولو مشروعو او قانونمندو لارو به ټول پراته موانع او خنډونه لیرې کوو او په هیواد کې به د خپلو ماشومانو د پوهې لپاره د ټولو متداوله علومو په برخو کې لاره هواروو، چې د خدای ج په مرسته زموږ دغه نوښت او جهاد دوه کاله وړاندې ددې لامل شو چې د ۶۰۰ بندو ښوونځیو تړلې دروازې د خپل هیواد د معصومو اولادونو په مخ بیرته پرانیزو او همدا اوس په هغو سیمو کې چې ناامنه بلل کیږي، په سلګونو د بیارغونې پروژې ترکار لاندې دي.

 د پوهنې هر رنګه دښمنان باید پوه شي چې نن دا علم پروره ولس د خپلو ښوونځیو د ساتنې لپاره بسیج شوی او په یو لوی لښکر بدل شوی چې ددغه یووالي په پایله کې د پوهنې په موسساتو باندې بریدونه، پرته له دې چې کوم وسله وال ساتندوی ولري، د خپل اګاه او علم پروره ولس په مټ ساتل کیږي او د ملي نوامیسو په شان ورڅخه دفاع کوي.

 تر کومه چې د نصاب په اړه خبره ده، د پوهنې نوی نصاب په بشپړه توګه د اسلام د سپیڅلي دین، د اساسي قانون د مفاداتو، معتبرو  علمي معیارونو، د وطندوستۍ او اسلام د روح په رڼا کې تدوین شوی، او هیڅ برخه یا کوم ځای یې د اسلام، قانون او ملي مصلحتونو له اصولو سره بدلون ته اړتیا نه لري، او د هیواد د جیدو پوهانو له لوري تدوین او ترتیب شوی، نو ځکه د معاملې لپاره هم پکې څه ته اړتیا نه شته. د معارف نصاب کومه سودا نه ده چې د داسې معامله ګرو په لاس وي چې د متاع په بدل کې ورته ارزښت ورکړل شي، دا نصاب په حقیقت کې د هغو ژمنو او متعهدو روڼ اندو د علمي څیړنو او زحمتکشیو پایله او خزانه ده چې مسوولانه یې ترتیب، تدوین او د خپل هیواد مسلمانو بچو د سالمې روزنې لپاره يې جوړه کړې ده.

 د معارف تعلیمي نصاب کومه انشا نه ده چې د هیواد دښمنه او د مزدورو شبکو عمال دې هغه ولیکي او بیا یې دې تطبیق هم کړي، دا ملي هستي او سرمایه د ملي فکر او ملي هڅو په پایله کې ترتیب او جوړه شوې ده. خو له نصاب نه مو علمي تعبیر دادی چې یوه متغیره او متکامله ښکارنده ( پدیده) ده چې د زمان له شروطو سره سم یې کله کله ځینې برخو ته بدلون ورکول کیږي ترڅو لاښه غني شي.

 د معارف شعار ( پوهنه د ټولو لپاره) نه یوازې چې یو شعار او ارمان دی، بلکې ددې نبوي حدیث( طلب العلم فریضه علی کل مسلم و مسلمه) تفسیر هم دی، له همدې کبله د پوهنې وزارت ځان شرعا او قانونا مکلف بولي چې د شریعت، د قانون او د هیواد لوړو مصالحو په رڼا کې دا ستر کاروان، د خپلو معنوي او مادي ارزښتونو په ساتلو سره، دارنګه خپل منزل ته ورسوي، چې زموږ د راتلونکی نسل یوه روښانه او نیکبخته اینده تضمین کړلی شي.

 خپور شوی راپور چې له درواغو پرته پکې بل څه نشته، او هیڅ رنګ ريښتونولي پکې نه ښکاري، ددې ښکارندويي کوي چې لا هم ځینې ځیرې د معارف له پرمختګه ځوریږي او د زړه وسوسې يې وجدان ناارامه کړی او افسوس وباسي چې ولې د هیواد په ناامنه سیمو کې د ښوونځیو د سوزولو جریان او له مکتب نه د معصومو ماشومانو د محرومیت پروسه متوقفه شوه او د هرې ورځې په تیریدو، د مکاتبو بیا پرانیستل، ساتنه او پراختیا په دغو جنګي سیمو کې وده او پرمختیا مومي.

 د پوهنې دفترنشینه دښمنان دې پوه وي چې د ددې خدای ورکړي حق رسول چې زموږ ملي او فطري وجیبه ده، دا وجیبه به په کلکه، غوڅه توګه د خدای په توکل سره بریالۍ کوو او په هیواد کې به پوهنې ته تعمیم ورکوو.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.