15 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دپروان ښوونځيو تنطيفاتي وسايل ترلاسه کړل

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دپروان په يوشمېر ښوونځيو...

دشکرې له ناروغي سره دمبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبدخشان ديو ښوونځي ملازم له خپلې شخصي بودجې څخه درسي خونې جوړې کړې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
دبدخشان  دکشم ولسوالۍ دقره بلاق ديو لومړنى  ښوونځي ملازم سخي داد له خپلې شخصي بودجې څخه دڅه دپاسه  ١٥٠ زرو افغانيو په لګښت  درې درسي خونې جوړې کړې .
دباختراژانس دخبرله مخې ، سخي داد دخپل مسووليت په درکولو سره په لږ امتياز سره ددغه ښوونځي دڅارنې اوساتنې په زمينه کې  کارکړى دى او ستونزو ته يې رسيدګي کړې ده .
دبدخشان دپوهنې رياست مشرتابه ددغه سړي له هلې ځلې  اودقره بلاق دلومړني ښوونځي دزده کوونکو په وړاندې په احساس سره وستايه او ټينګار وکړ چې پوهنه دوګړو او په خلکو  پورې اړوند بنسټ دى او دخلکو ملاتړ او همکارى ته اړتيا لري .
دغه راز  دبدخشان او دهېواد له معارف دوستو خلکو څخه غواړي چې سخي دادپه شان له پوهنې سره په همکارى کې فعاله ونډه  واخلي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.