04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپوځيانو له لوري په کونړ کې دښوونځي په زده کوونکو ددرسي وسايلو ويش .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
دهېواد په ختيځ کې سرحدي ځواکونو دکونړ په ناړې ولسوالۍ کې دښوونځي له زده کوونکو سره ددرسي وسايلو مرسته وکړه .
په دغو وسايلو کې دښوونځي قلمونه ،کتابچې ، کتابونه ،  پرکارونه او بکسونه شامل و چې پرون په سلګونو زده کوونکو وويشل شول .
دهېواد په ختيځ کې دلومړى سرحدي لوا قوماندان جنرال محمد ايوب  حسين خيل په زده کوونکو ددغو درسي وسايلو  دويش په وخت کې  وويل موږ تاسو ته امنيت تامينوو او تاسې بايد زده کړه وکړۍ  چې زموږ ګران هېواد افغانستان پرمختګ وکړي .
دکونړ دپوهنې مسوولينو او زده کوونکو له زده کړې  او پالنې سره دمرستې لپاره دپوځيانو دغه اقدام وستايه .
  ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.