21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د سالنګونو لويې لارې مسوولين وايي...

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د هرات پوليسو پنځه کسان دنشه...

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر په فارياب کې شپږ وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په پروان کې دابوذر عفاري له دارالحفاظ څخه په لسګونو نجونې اوهلکان فارغ شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم  ١٧مه باختر :
په لسګونو  نجونې او هلکان  داسلامي علومو په زده کړې  سره په پروان کې دابوذر غفاري له دارالحفاظ  څخه فارغ شول . او په جبل السراج ولسوالۍ کې  پرون په يوه پرتمينه غونډه کې دقران عظيم الشان ددرې شپيتو فارغانو د فضيلت  پګړۍ  وتړل شوې .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،  دپروان دابو ذر غفاري  ددارالحفاظ  له  مدرسې په شپږمه دوره کې سږ کال  درې شپيته تنه نجونې اوهلکان فارغ شول
  داپه دې دارالحفاظ  کې داسلامي علومو دزده کړې  دپروګرام شپږمه دوره وه.
  دترلاسه شويوشمېرنو له  مخې  داسلامي علومو دزده کړې  دغه مرکز په جبل السراج ولسوالۍ  کې موقعيت لري او په شپږو  دورو کې کابو زر تنه فارغ شوي دي .
دجبل السراج دابوذرغفاري  دارالحفاظ  آمر قاري عبدالوهاب  پرواني وويل چې دغه دارالحفاظ په ١٣٧٧کال کې تاسيس شو چې په شپږو دورو کې يې دافغانستان له ګوټ ګوټ څخه کابو زر تنه دقران عظيم الشان د حفظ او تلاوت په ګډون داسلامي علومو له څانګو څخه فارغ کړي دي
دپروان والي ډګر جنرال  فضل الدين عيار دقران عظيم الشان دحافظانو دفراغت په خاطر ټولو ته مبارکي وويله اوله ديني عالمانو اوخلکو څخه يې وغوښتل چې له الهي حکم سره سم  په هېواد کې دسراسري سولې دتامينولو او ديو والي او وحدت دټينګښت په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
دپروان والي وويل: دعوت اوجهاد دقيامت تر ورځې پورې دوام لري .  عالمان مسووليت لري هغه څه چې ټولنه له موږ څخه هيله لري   خلکو ته ورسوي .
دپروان والي وويل:  داسلام مبين دين دسولې او ديوبل منلو دين دى نو موږ بايد يوبل ومنو او داسلام دمبين دين او دنظام دستنو دټينګښت په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
  ختم_ ف _ اکرم


 

Last modified on Monday, 11 November 2019 04:06

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.