12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کولمبيا له افغانستان سره همکاري کوي

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر کولمبيا له افغانستان سره د کانونو...

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

د کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو یوه ډله قاچاق وړونکي په غورکې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي چې...

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

اته وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/باختر اته وسله وال طالبان په ارزګان کې له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دبلخ اوباميانو مشرانو دپوهنې ستونزې له ډاکتر بلخي سره شريکې کړې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دبلخ اوباميانو يوشمېر مشرانو نن دپوهنې وزارت  له سرپرست  ډاکتر محمد ميرويس  بلخي سره په يوه غونډه کې دخپلو ولايتونو دپوهنې ستونزې له هغه سره شريکې کړې .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې دبلخ اوباميانو مشرانو دپوهنې ستونزې  دپوهنې وزارت له سرپرست سره  شريکې کړې او په دې ترڅ کې يې  چې ددغو ستونزو  دلرې کولو په لاره کې  خپلې نظريې او وړانديزونه څرګند کړل   په دغو ولايتونوکې  دتعليمي خدمتونو ښه والي ته دپوهنې وزارت  دزياتې پاملرنې  غوښتنه وکړه .
   ډاکتر بلخي دافغانستان په ګوټ ګوټ کې  تعليمي  خدمتونو ته  دانډوليز لاسرسي په موخه  دولسواليو او دلرې پرتو سيمو پوهنې ته  ددغه وزارت  دپاملرنې يادونه وکړه  او ټينګار يې وکړ چې ددې کار په تحقق کې  دښوونځيو دشوراګانو  او دوګړنيو شوراګانو همکارى هم اغيزمنه ده .
دغه راز دپوهنې وزارت سرپرست څرګنده کړه چې  ددغو ولايتونو دپوهنې دستونزو په لرې کولو اقدام کېږي .
  ختم_ ف_ اکرم

Last modified on Monday, 11 November 2019 03:58

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.