08 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سعودي عربستان په قندهار کې اسلامي علومو مرکزونو او ښوونځيو ته دودانيو دجوړولو ژمنه وکړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلړم ٢١مه / باختر:
سعودي عربسـتان په قندهار کې  دښوونځيو او داسلامي علومو دزده کړې مرکزونو ته دتاسيساتو  په جوړولو کې مرسته کوي .
دغه هېواد  دغه راز په قندهار کې  دجوماتونو له جوړولو سره علاقمندي لري .
په کابل کې  دسعودي عربـستان سفير  دقندهار دوالي  دغوښتنې په ځواب کې وويل چې هېواد يې  چمتو دى  چې په قندهار کې دښوونځيو  اوداسلامي علومو مرکزونو ته دتاسيساتو دجوړولو له لارې له افغانستان سره مرسته وکړي .
جاسم محمد الخالدي  دقندهار له والي  حيات الله حيات سره په کتنه کې وويل  چې دجوماتونو ښوونځيو او مدرسو ته دنوي تاسيساتو دجوړولو له لارې له افغانستان سره مرسته وکړي .
   دقندهار والي وويل چې ډير ژربه  دقندهار دښوونځيو او مدرسو دودانيو داړتيا وړ يولست  په کابل کې دعربستان  سفارت ته وسپاري .
داپه داسې حال کې ده چې په قندهار کې په سلو کې څلويښت ښوونځي  او داسلامي علومو مدرسې  ودانۍ نه لري .
  ختم_ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.