07 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کابل په فرزې او شکردرې ولسوالۍ کې د دوو چاودنو مخه ونیول شوه

کابل / دچنګاښ۱۷ / باختر د کابل د۱۱۱چټک غبرګون د...

 په کابل کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

په کابل کې ديوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل / د چنګاښ ١٧مه/ باختر د کابل پوليسو څو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د راغستان خلکو په خپل شخصي لګښت ښوونځى جوړ کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
د بدخشان د راغستان ولسو الۍ د څو کليو خلکو له شخصي پيسو څخه خپلو نجونو ته ښوونځى جوړ کړ.
د بدخشان د والي وياند نېک محمد نظري باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت د راغستان ولسوالۍ د لښکرجاه، ګوردر، تنيلري او وخينده، ورسندر، والک او د والکدره کليو اوسېدونکو له شخصي پيسو څخه خپلو نجونو ته د ښوونې او روزنې د برابرولو لپاره  د ښوونځي  ودانۍ جوړه کړه.
د دغه ښوونځي په ودانۍ کې اته درسي خونې جوړې شوې دي.
څه موده مخکې هم د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د يوه ښوونځي ملازم درې درسي خونې له خپلو شخصي پيسو څخه جوړې کړې.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.