12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس محمداشرف غني د پوهنې وزارت اصلاحي او پرمختيايي پلان وارزاوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دليندۍ ٣مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډې نن له غرمې مخکې د پوهنې وزارت اصلاحي او پرمختيايي پلان وارزاوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه غونډه چې د تېرو غونډو په دوام د پوهنې وضعیت د ارزونې او اصلاحاتو په موخه په ارګ کې جوړه شوې وه، په پيل کې  د پوهنې وزارت مسوولینو د یاد وزارت اصلاحي او پرمختيايي پلان له جمهورريیس سره شریک کړ.
جمهورريیس غني د مسوولینو د معلوماتو او په هغه اړه د ګډونوالو له بحث وروسته وویل، د اصلاحي پلان د نهایي کولو په موخه دې په هرو لسو ورځو کې یوه غونډه جوړه او د یادو اصلاحاتو په اړه دې ګډ فکر رامنځته او پاخه تصمیمونه ونیول شي.
جمهورريیس  د پوهنې وزارت اصلاحي او پرمختيايي پلان ته په اشارې وویل: اوسني بدلونونه معقول دي، خو لا هم کافي نه دي. هغه زیاته کړه، دپوهنې په وزارت کې دې د اساسي ارزونې او روڼتياپربنسټ ټولې ټاکنې د یوې رڼې پروسې او ازموینې په پربنسټ ترسره شي.
جمهورريیس غني په ټينګار سره وویل: د تشکیل له پلوه کوچنی، خو اغيزمن، ګټور او مطلق غیر سیاسي وزارت غواړم. هغه زیاته کړه، دپوهنې وزارت باید کابل محوره او تشکیل محوره نه، بلکې برنامه او ولایات محوره وي.
د هېواد جمهورريیس وویل: قانون باید په پالیسۍ بدل او د اړتیا پرمهال تعدیل شي. دپوهنې په وزارت کې باید اساسي ستونزې تشخیص او د حل لپاره یې واضح ستراتیژي رامنځته شي. هغه زیاته کړه، د پوهنې وزارت ټول منسوبین دې بایمتریک شي او په یاد وزارت کې هیڅوک حق نه لري چې له دريو کلونو څخه زیات په یوه دنده کار وکړي.
جمهورريیس څرګنده کړه، د پوهنې له اوسني نصاب خوښ نه یم، ځکه د زده کوونکو اړتیاوو او د بازار او کار غوښتنو ته ځواب نشي ویلی. په ښوونیز نصاب کې دې بنسټز بدلون راشي. همدارنګه دې ښوونځي محوره فکر او اصلاحات دوام ولري.
پاى فضل واحد

 

Last modified on Sunday, 24 November 2019 12:51

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.