09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا

کابل/ د زمري ۱۸مه / باختر د سولې مشورتې لویې جرګې...

په  لوګر کې د زردالو حاصلات ډېر شوي  دي

په لوګر کې د زردالو حاصلات ډېر شوي دي

کابل/ د زمري ۱۸مه/ باختر د لوګر د کرنې، اوبولګولو او...

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

کابل /دزمري ١٨مه / باختر: د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ولايتونوکې دپوهنې انډوليزه وده دپوهنې وزارت له لومړيتوبونو څخه ده .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلېندۍ ٢٣مه / باختر:
دپوهنې  وزارت سرپرست  ډاکتر محمد ميرويس بلخي په کابل کې  ددايکنډي دخلکو دمشورتي شورا له يوشمېر غړو او رهبري هيئت سره په کتنه کې  په دغه ولايت کې دپوهنې  حالت  دښه والي په باب خبرې وکړې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې  دښوونکو  دبستونو دکمښت  او استخدام ،دهغو ښوونځيو او مدرسو په اړوند چې  ودانۍ نه لري او په دايکنډي کې ددرسي کتابونو دکمښت په باب  خبرې وشوې .
دپوهنې وزارت سرپرست  ددايکنډي دخلکو دپوهنپالنې په خاطر قدرداني وکړه  او دهغوښوونځيو په باب چې ودانۍ نه لري وويل :  چې دغه ولايت داقرا پروژې  په دويم پړاو کې دى . او ددغې پروژې  د دويم پړاو په تطبيقولو سره به  دودانيو دنشتوالې  له پلوه  دښوونځيو موجود ستونزې حل شي .
ډاکتر بلخي دغه راز د ښوونکو، زده کوونکو او ښوونځيو دلارې پرسر دپرتو چلنجونو دڅېړنې لپاره  دپوهنې وزارت  دجدي هلوځلو  په اړوند معلومات ورکړل او ټينګار يې وکړ چې دپوهنې په لسيزه کې په ولايتونوکې دښوونې او روزنې انډوليزه پراختيا ددغه وزارت  له اساسي  لومړيتوبونو څخه دي .
ددايکنډي دخلکو دمشورتي شورا رييس  اصغر حيدري له پوهنې سره  ددغې شورا  همکاري څرګنده کړه .
  ختم_ ج _اکرم

 

Last modified on Saturday, 14 December 2019 11:56

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.