08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا

کابل/ د زمري ۱۸مه / باختر د سولې مشورتې لویې جرګې...

په  لوګر کې د زردالو حاصلات ډېر شوي  دي

په لوګر کې د زردالو حاصلات ډېر شوي دي

کابل/ د زمري ۱۸مه/ باختر د لوګر د کرنې، اوبولګولو او...

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

کابل /دزمري ١٨مه / باختر: د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر بلخي : دپکتيا دپوهنې ستونزې څېړل کېږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دليندې ٢٣مه / باختر:
دپوهنې وزارت سرپرست  ډاکتر محمد ميرويس بلخي  دپکتيا دوالي له مرستيالې سره  په کتنه کې ددغه ولايت دپوهنې حالت  دښه والي په اړوند ټينګار وکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې کتنه کې چې پرون ترسره شوه دپکتيا دوالي مرستيالې زهرې مطهر احمدزي ددغه ولايت دپوهنې دحالت په باب معلومات  ورکړل او نجونو ته له شپږم ټولګي څخه په لوړو ټولګيو کې دتشکيل په اړوند ، ددرسي کتابونو دکمښت ، دهغوښوونځيو په باب چې ودانۍ نه لري او په پکتيا کې دښوونکو دحالت  په اړوند ستونزې دپوهنې وزارت  له سرپرست سره  شريکې کړې .
دپوهنې وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې دپکتيا دپوهنې دستونزولرې کول څېړل کېږي .اودښوونې او روزنې دحالت په تېره بيا  دنجونو دښوونې او روزنې دحالت  دښه والي  ، دپکتيا دپوهنې  رياست ته  دلومړنى دورې د٤٥٠ زرو ټوکو درسي کتابونو دويشلو په اړوند دوزارت  دمشرتابه دپاملرنې يادونه وکړه.
ډاکتر بلخي زياته کړه چې په پوهنه کې دکتابونو دکمښت دستونزو دحل لپاره  په لومړى پړاو کې دابتدايي دورې دولس اعشاريه دوه  ميليونه درسي کتابونه چاپ شوي دي .  چې  دپکتيا په ګډون  په مرکز اولايتونوکې ويشل شوي دي .
او په دويم پړاو کې ټاکل شوې ده  دمنځني او دليسې  ددورو ٣٧ ميليونه ټوکه کتابونه هم  دتدارکاتي پړاونو له بشپړولو وروسته  چاپ او وويشل شي .
دپکتيا دوالي مرستيالې په پوهنه کې  درامنځته شويواصلاحاتو او په ولايتونوکې  دتعليمي خدمتونو ودې ته دپاملرنې  په خاطر په قدردانى سره له پوهنې سره دپکتيا دادارې  همکاري څرګنده کړه .
  ختم_ج _اکرم

Last modified on Saturday, 14 December 2019 11:57

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.