19 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په سمنګانوکې لسګونو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل/ د مرغومي ٢٨ مه/ باختر په سمنګانوکې...

د استيناف غوښتنې شکايتونو ته د رسېدګۍ بهير پيلېږي

کابل / د مرغومي ٢٨ مه/ باختر انتخاباتي شکايتونو ته د...

جمهور ريیس غني: د خلکو جمعي قضاوت بېساری، تشخیص یې پرځای او زما لارنقشه ده

کابل/ دمرغومي ٢٧مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکټر بلخي د افغانستان له پوهنې سره د ترکيې د همکارۍ پر دوام ټينګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لیندۍ ۲۴ مه/ باختر
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ميرويس بلخي د ترکيې د پوهنې بنسټ له لوى رييس سره په کتنه کې د دغه هېواد د همکاريو د دوام په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په کتنه کې چې پرون ترسره شوه؛ دواړو لورو د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د افغان – ترک ښوونځيو د اوسني حالت او د ترکيې پوهنې بنسټ ته د هغو د لېږدونې بهير، د نويو ښوونځيو د پرانيستلو او د ستاره دارالعلوم د حالت په اړه خبرې وکړې.
ډاکټر بلخي د افغانستان په ګوت ګوټ کې د ښوونې او روزنې د پراختيا او ښه والي په برخه کې د ترکيې د ملاتړ په قدردانۍ سره د افغانستان د نوي تعليمي نصاب په برخه کې د همکاريو د پياوړتيا غوښتنه وکړه.
د ترکيې د پوهنې بنسټ لوى رييس هم د افغانستان له پوهنې سره د همکارۍ د پياوړتيا په موخه تيارى څرګند کړ.
ختم- ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.