15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

علم او پوهې ته د لوګر د ځوانانو لېوالتيا زياته شوې ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لیندۍ ۲۴ مه/ باختر
څه دپاسه څلور زره نجونې او هلکان سږ کال د لوګر د ښوونځيو له دولسم ټولګي څخه فارغ شول.
د لوګر د پوهنې مسوولينو باختر آژانس ته وويل چې دغه شمېر د تېرکال په نسبت په ٢٠ سلنه زياتوالى ښيي.
د لوګر د پوهنې وياند شاهپور عرب وايي چې دغه زده کوونکي له ٨٠ ښوونځيو  څخه  فارغ شوي دي چې ٥٢٥ نجونې هم په فارغانوکې شامل دي.
عرب زياته کړه: دغو فارغانو لوړو زده کړو موسسو ته د لارې موندنې د آزموينې د تېرولو لپاره هم نومونه ليکلي دي او ټاکل شوې ده يوه مياشت وروسته د کانکور په آزموينه کې ګډون وکړي.
د لوګر د پوهنې رياست سرپرست د علم او پوهې زده کړې ته د زياتو ځوانانو علاقمندي او د زده کوونکو زياتوالي يو ستر برياليتوب وباله او له زده کوونکو څخه يې وغوښتل چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره هلې ځلې وکړي.
د يادونې وړ ده چې تېرکال په لوګرکې ٣ زره ٩٣ زده کوونکي له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي وو.
ختم- ج -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.