ډاکټر بلخي د فراه د پوهنې د ستونزو د لرې کولو ډاډ ورکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لیندۍ ۲۴مه/ باختر
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټرمحمد میرویس بلخي د فراه له یوشمېر مشرانو او ځوانانو سره په کتنه کې له ودانیو پرته ښوونځیو د ستونزو د لرې کولو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه کتنه چې پرون وشوه؛ د فراه یوشمېر مشرانو او ځوانانو د دغه ولایت د پوهنې ستونزه د درسي کتابونو او د مسلکی ښوونکو د نشتوالى، د ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو او په دغه ولایت کې په پوهنې ریاست پورې اړونده ستونزې د پوهنې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
ډاکټربلخي د دوی د غوښتنو او ستونزو له اورېدو وروسته په دغه ولایت کې د پوهنې ستونزو ته د رسېدګې ډاډ ورکړ.
دغه راز د فراه دغه مشران او ځوانان له پوهنې سره خپل ملاتړ او همکاري څرګنده کړه.
ختم/ع

Last modified on Sunday, 15 December 2019 12:40
back to top