د ديني عالمانو د تعليمي سندونو د ارزونې او د سويې د تثبيت آزموينه واخيستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل / د مرغومي ٢٢ مه/ باختر د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معينيت نن د ٨٠٠ ديني عالمانو د تعليمي سندونو د ارزونې او د سويې د تثبيت آزموينه واخيسته. د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه آزموينه د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د معينيت د سرپرست مولوي محمد عارف ملکيار په شتون د کابل د مرکزي دارالحفاظ په تالارکې واخيستل شوه. د مولوي ملکيار د څرګندونوله مخې: له ٨٠٠ برخه والو څخه ٢٠ تنه يې ښځې دي او هغه کسان چې آزموينه په برياليتوب سره ترسره کړي، د نوې لايحې له مخې د هغو کسانو لپاره چې د دولسم ټولګي د سند غوښتونکي دي؛ تصديق ليک او د لسمو، يوولسمو او دوولسم ټولګيو معادلې نمرې او د ارزول شويو سندونو د لرونکو فارغانو لپاره به د څلورم سمستر معادل د ديارلسمو او څوارلسمو ټولګيو نمرې ورکړې شي. د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د معينيت سرپرست دغه راز څرګنده کړه چې دغه ارزونه د پوښتنو د زيات حجم په دليل په دوو ورځو کې ترسره کېږي. هغه ټينګار وکړ: د ديني عالمانو د آزموينې په روڼتيا او د سندونو په ارزونه کې د اسانتيا په برابرولو په ټينګار سره وويل چې مخکې له دې هغه کسان چې ارزيابي او سويه يې تثبيتيده، د نمرو د نه لرلو په دليل په کورنيو او له هېواد څخه بهر په پوهنتونونوکې د زده کړې له دوام څخه بې برخې پاتې کېدل، خو اوس دغه ستونزه لرې شوې ده. د يادونې وړ ده چې د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معينيت د ديني عالمانو د سندونو د ارزونې او تحصيلي سويې د ثبيت آزموينه په کال کې څلور ځلې ( په هرو درېيو مياشتوکې يو ځل) اخلي. پاى \ ف\ ذ
Last modified on Sunday, 12 January 2020 21:45
back to top