20 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

د هېواد په بېلابېلو سیموکې ۲۱ ترهګر وژل شوي دي

کابل/د مرغومې۲۹مه/باختر د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو...

جمهورريیس غني: د کابل ختیځ به په پرمختللې ساحه بدل شي

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دلوړو زده کړو دعلمي پروګرامونوداعتبار ورکولو چوکاټ تاييد شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دمرغومي ٢٣مه /باختر :
دلوړو زده کړو وزارت  دسرپرست  پوهنمل  عبدالتواب بالاکرزي  په مشرۍ  ددغه وزارت دمشرتابه شورا غونډه نن جوړه شوه .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې غونډه کې دلوړوزده کړو وزارت  دمشرتابه هيئت  دلوړو زده کړو  دعلمي پروګرامونو داعتبار ورکولو چوکاټ  تاييد کړ .
ددغې غونډې په پيل کې  دعلمي پروګرام  داعتبارورکولو چوکاټ چې  په هېواد کې دعلمي پروګرامونو کچې ته د خصوصي لوړو زده کړو دپوهنتونونو  او موسسو داعتبارورکولو اودظرفيت دلوړولو په مقصد  چمتو شوى دى .
دکيفيت دلوړولو او  اعتبار ورکولو رياست له لوري  دنظر غوښتنې لپاره دلوړو زده کړو وزارت   دمشرتابه شورا  غونډې ته وړاندې شو او دتاييد وړوګرځېد .
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست  دعلمي پروګرام په چوکاټ تدوين  دلوړو زده کړو وزارت  لپاره يوه لاسته راوړنه  او په علمي بنسټونو کې  دعلمي  سمون او غوړيدو زمينه وبلله  او ويې ويل  چې دغه چوکاټ  په علمي بنسټونو دکيفيت دلوړولو او اعتبار ورکولو دپروګرامونو ناتمام فصل  بشپړوي .
هغه  دعلمي پروګرامونو داعتبار ورکولو نوي چوکاټ  معياري  او له سيمه ييزو او نړيوالو معيارونوسره  سم وباله  او ويې ويل  چې په هغه کې  له درج شويو  مادو سره سم  اجراات  به دهېواد  دعلمي بنسټونودکيفيت دښه والي  او داکاډميک اعتبار  دلوړولو  سبب شي .
دغه راز په دې غونډه کې دخصوصي لوړو زده کړو ديوشمېر موسسو او په دې بهير کې  دستونزو دکمښت لپاره ددولتي پوهنتونونودمحصلانو دازموينې داخستلو لپاره  دنويو  تګلارو  دعملي کولو دڅارنې اوارزونې په باب هم  خبرې  وشوې .
  ختم_ ف _ اکرم

 

Last modified on Tuesday, 14 January 2020 04:02

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.