23 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکټر ميرويس بلخي د نړيوال بانک له استازي سره د ښوونځيو د خونديتوب د زياتوالي د طرحې په اړوند خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د مرغومي ٢٤ مه/ باختر    
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ميرويس بلخې نن د نړيوال بانک له پلاوي سره په کتنه کې  په ښوونځيوکې د خونديتوب د زياتوالي د طرحې او دښوونکو دسلوک د ډول دمقررې په اړوند خبرې وکړې .
دباختر آژانس د خبرله مخې: په کتنه کې د پوهنې وزارت سرپرست په پوهنه کې د جوړښتي او د ندندييزو اصلاحاتو  د ملي سمپوزيم  دجوړولو يادونه وکړه  او ويې ويل  چې د نوي تعليمي نصاب په اړه کار د دغو اصلاحاتو مهمه برخه ده چې په هغه کې له ماشومانو سره دملاتړ اوپه ښوونځيو او زده کړه ييزو مرکزونوکې زده کوونکو ته د پوهاوي ورکولو موضوع ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
دغه راز په تعليمي بنسټونوکې د ځورونې او کړونې دبندولو دپاليسۍ پرانيستل په دې لاره کې نور جدي اقدامات دي.
ډاکټر بلخي د هېواد دجمهوررييس په واسطه د ماشوم له حقوقو سره دملاتړ دملي کميټې        د جوړولو او په دې کمېټه کې دپوهنې وزارت د غړيتوب يادونه هم وکړه .
په افغانستان کې دنړيوال بانک  اجراييه رييسې هما زهرا فتوحي د ښوونې او روزنې          له برخې سره د نړيوال بانک د وروستيو همکاريو د رپوټ په وړاندې کولو سره د ښوونحيو او زده کوونکو د خونديتوب د پياوړتيا په اړوند دپوهنې وزارت د مشرتابه له اقداماتو څخه خوښي څرګنده کړه.
پاى \ ف \ ذ

 

 

Last modified on Wednesday, 15 January 2020 04:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.