20 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپوهنې وزارت سرپرست په نړيواله کچه دشاخصونو په همغږى کولو او دزده کړې په بدلونونو ټينګار وکړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  // دسلواغي ٣مه / باختر :
دپوهنې وزارت سرپرست  ډاکتر محمد ميرويس بلخي   دروزنې او پالنې د نړيوالې  ټولنې په هغه بين المللي کنفرانس کې چې په انګلستان کې جوړ شوى دى په خپلې وينا کې  په نړيواله کچه   دزده کړې دشاخصونو اوبدلونونو په يو خيل والي باندې ټينګار وکړ .
دباختراژانس دخبرله مخې ،ډاکتر بلخي دنړى له ګوټ ګوټ څخه  دپوهنې دڅه دپاسه  سلو وزيرانو اودغه راز له ښوونې او روزنې سره  دهمکارو بين المللي موسسو داستازو په غونډه کې  دافغانستان په ګډون دپرمختيايي  او له شخړې  وروسته  هېوادونو  دپوهنې د حالت  دڅېړنې په ترڅ کې په نړيواله کچه  دزده کړې دشاخصونو او بدلونونوديو خيل کولو  دڅرنګوالي په اړوند خبرې وکړې .
  دهېواد دپوهنې وزير په نړيواله کچه  دتعليمي سيستم  دديجتلي کولو چټکتيا او له دغه سيستم سره  دپرمختيايي او له جګړې وروسته هېوادونودپوهنې  د پيوستون اړتيا ته  په اشارې سره په دغو هېوادونوکې دزده کړيزو سيستمونو په بيا  تعريف او طرحې باندې ټينګار وکړ .
ډاکتر بلخي څرګنده کړه چې  دافغانستان دپوهنې وزارت مشرتوب  دپوهنې دلسيزې  دسند په باب  دکار په حال کې دى او ددغه سند په چوکاټ کې يوه مناسب  تعليمي سيستم ته  دلاسرسي لپاره ، بېلابېل   روزنيزو الګوګانې بررسي کوي .
دافغانستان دپوهنې وزارت سرپرست  دموخې ، لمنې او مفهوم په شان دهغو دبدلونونو پربنسټ دزده کړې دبيا تعريف  لپاره  ديوه تخنيکي پروګرام  دجوړولوغوښتنه وکړه او دهغه په وروستى پايلې  په نړيوالې  موافقې باندې ټينګار وکړ .
ديادونې وړ ده چې  دروزنې او پالنې  نړيواله ټولنه  کال په کال دغه بين المللي کنفرانس  دڅه دپاسه سلو هېوادونو  دپوهنې دوزيرانو  او استازو په شتون  دتعليمي   او روزنيزو خدمتونو دښه والي  او پرمختيا په تعليمي سيستمونو کې  دشتو ننګونو دارزونې اودغه راز په ښوونه او روزنه کې  له نويو  نړيوالو تګلارو څخه  دګټې اخستنې  په موخه  جوړوي . 
  ختم_ ف _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.