22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د...

درې تنه په هرات کې د وژنې په تور ونيول شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر د هرات پوليسو درې تنه د وژنې...

يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دپوهنې وزير : په کابل کې پنځه خصوصي ښوونځي منحل شوي دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  \باختردلړم دمياشتې ١٧ :
دپوهنې وزير وايي  چې په روان هجري لمريز  کال کې په کابل ښارکې پنځه خصوصي ښوونحي دپوهنې وزارت له ﻻرښوونو او اوامرو څخه دسرغړونې په دلايلو منحل شوي دي.
په همدي  حال کې فاروق وردګ  خبرداري ورکوي  چې هغې غلا  اولوټماري ته  چې دخصوصي ښوونځي په نامه ترسره کېږي اجازه نه ورکوي.
دباختراژانس دخبرله مخې :  فاروق وردګ دغه څرگندونې نن  دکابل ښار درابعه بلخي ليسي ديوې الحاقيه ودانۍ دپرانستلو په وخت کې  وکړي  او ويي ويل چې  په کابل ښارکې  زياتره خصوصي ښوونځي داسې معياري ودانۍ چې ديو ښوونځي اړتياو ته څواب ووايي نه لري .
دورد ګ دڅرگندونوله مخې  يوازي په کابل کې شپږسوه دوه شپيته خصوصي ښوونځي فعاليت کوي  . دپوهنې دوزير له خبرو څخه داسې استنباط کېږي چې دى يوازي په کابل کې ديوسلو شپاړلسو خصوصي ښوونځيو له فعاليت څخه راضي دي   په داسې  حال کې  چې دپوهنې وزارت له خوا نورو ښوونحيو ته  دتوصيې ، اخطار  اوجريمې په ګډون ګواښونه شوي دي. دپنځه ويشتو خصوصي ښوونځيو فعاليت ځنډول شوي دي اوپنځه ښوونځي منحل شوي دي
فاروق وردګ  پرته له دې  چې ددغو ښوونځيو نومونه مشخص کړي وويل
لوټماري   اوغلا ته چې دخصوصي ښوونځي په نامه ترسره کېږي اجازه نه ورکوي.
دغه راز دپوهنې وزير دهيواد په روزنيز سيستم کې دځينو نيمګړتياو له امله هم شکايت لري .
ده وويل له بده مرغه داختر اودرخصتيو له ورځو څخه په نامطلوب ډول استفاده کېږي  . درسمي رخصتيو له ورځو څخه مخکې او وروسته غير حاضر په يو دود بدل شوي دي او دا کار  دهيواد  تعليمي نصاب ته جدي زيان رسوي.
وردګ څرگنده کړه  چې په دې اړوند به په  جدي اقداماتو لاس پوري شي اوپري به نږدي چې دښوونځيو دروازي په بيلابيلو نومونو دزده کوونکو پرمخ وتړلي شي .
ديادونې وړ  ده چې درابعي بلخي د ليسې الحاقيه ودانۍ چې نن دپوهنې دوزير له خو اپرانستل شوه ديرش درسي خونې او نور ضروري ملحقات لري ،.
له دې سره  جوخت  دپوهنې وزير  دناهيد شهيد اودفاضل بيګ دليسو الحاقيه ودانۍ  دکابل ښار په پنځمه ناحيه کې پرانستلي  چې هره يوه ودانۍ شپاړلس درسي خونې لري ا وددغې پروژي مالي لګښت د جاپان اوپه کابل کې ديونيسف اداري له  خوا ورکړي شوي دي .
ديوبل خبرله مخې : په کابل ښارکې  دلومړني  دوري په اته څلويښتو ښوونځيو داته څلويښتو زرو ميزونو اوڅوکېو دويشلو پروګرام پيل شو او ددغه پروګرام مالي لګښت اتو مليونو افغانيو ته رسيږي چې ديونيسف له خوا ورکړي شوي دي.
ديادونې وړ ده  چې دپوهنې وزارت په داسي حال کې  دلومړني دوري په زده کوونکو دميزونو اوڅوکېو دويش پروګرام عملي  کوي  چې ترراتلوونکو څو ورځو پوري ددغې دوري دزده کوونکو کلني ازموينه  پيليږي  او هغوى به ژمني رخصتي ته لاړشي .
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.