07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز د...

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو په...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې دعصري او ديني تعليماتو دپرمختيا لپاره دحکومت ستره پانګونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دکب  ٥مه / باختر :
حکومت په ننګرهار کې دعصري او ديني تعليماتو دپرمختيا لپاره زياته پانګونه کړې ده .
ددغه پروګرام اصلي موخه  دښوونځي دزده کوونکو لپاره  دمناسبې درسي فضا برابرول  او دديني  زده کړو لپاره  دپاکستان مدرسو ته  دافغان ماشومانو  او تنکيو ځوانانودورتګ  مخنيوى بلل شوى دى .
د وړاندې شويو ارقامو له مخې،  د وروستيو دريو کلونوپه بهير کې  يوملياردو څلور سوه دوه مليونه افغانۍ په ننګرهار کې دسلګونو ښوونځيو ، ديني مدرسو  او دجوماتونو دجوړولو لپاره  لګول شوې دي .
دننګرهار  د رسنيو دفتر  ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په دغو دريو کلونوکې په ننګرهار کې  دوه سوه شپږ ديرش   مدرسې، جوماتونه اوښوونځي  جوړ شوي دي .
مسوولان وايي  چې لاتراوسه پورې  په ننګرهار کې يوشمېر پروژې  دعصري اوديني تعليماتو دپرمختيا لپاره  ترکار لاندې دي  چې ديوه کال په بهير کې به  ګټې اخستنې ته وسپارلې شي .
ختم_ شکريه _ اکرم

 

Last modified on Tuesday, 25 February 2020 04:33

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.