06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د پوهنې په ښه والي کې د مدني ټولنې د بنسټونو رول ارزښتناک وبلل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ د کب٨ مه/ باختر
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ميرويس بلخي نن د "شمالي بزرګ د ځوانانو سراسري شورا" له رييس او مشرتابه پلاوي سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په کتنه کې د شمالي په تېره بيا د پروان، پنجشير او کاپيسا د پوهنې د اوسني حالت په اړه خبرې اترې وشوې.
د پوهنې وزارت سرپرست د "شمالي بزرګ د ځوانانو سراسري شورا" د پوهنې همکار وباله او ټينګار يې وکړ چې پوهنه د مثبتو اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره د مدني ټولنې د فعالانو او په دې برخه کې د فعالو ځوانانو همکارۍ او څارنې ته اړتيا لري.
هغه ټينګار وکړ چې د پوهنې وزارت يو وګړنى، غير سياسي او ټولګټى بنسټ دى او د پوهنې لسيزې سترې موخې هم په همدې لاره کې برابرې شوې دي.
د "شمالي بزرګ د ځوانانو سراسري شورا" رييس رامش شمال د پوهنې وزارت د مشرتابه د مثبتو کارونو په ستايني سره د شمالي په تېره بيا په کاپيسا، پروان او پنجشيرکې د تعليمي خدمتونو د لازيات ښه والي لپاره خپل وړانديزونه له ډاکټر بلخي سره شريک کړل.
پاى \ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.