21 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمداشرف غني: نننی بامیان د افغانستان په سیاسي روایت کې اساسي رول لري

کابل/ د وږي ۳۰مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

مطبوعاتي اعلامیه

٣٩- کابل / د وږي ٣٠مه / باختر د افغانستان پخواني...

په غزني کې سلګونو اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

٣٨- کابل / د وږي ٣٠مه / باختر د سرې مياشتې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دځوانانو مشرانو کنفرانس جوړشو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختردلړم درې ويشتمه
يوشمير ځوانان نن دځوانانو مشرانو ترعنوان لاندې کنفرانس کې چې په کابل پوهنتون کې جوړشوي و ګډون وکړ چې په روانو پرمختياو او دافغانستان په راتلونکې کې  دځوانانو رول وڅيړي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دغه کنفرانس دايساف او دايسک د دفتر په همکاري چې دمحصلانو دنړيوال دفتر په نامه پيژندل کېږي جوړشوچې درې ورځې دوام کوي.
جهادى  اوسياسي شخصيت صبغت الله مجددي دکنفرانس په کار کې دوينا په ترڅ په ټولنه کې دځوانانو رول ستروباله او له هغوى څخه يي وغوښتل چې د زده کړي په خاطر له لږو امکاناتو او فرصت څخه استفاده وکړي او دغه راز خپلې تجربې دنورو په واک کې ورکړي اوپه دې ډول دافني ټولنې په فکري او فرهنګي  و ده کې ونډه واخلي.
دکابل پوهنتون رييس درهبري دمهارتونو په لوړلو له سياسي ټولنيزو اوفرهنګي پرمختياوو په باب ځوانانو ته دپوهاوي دورکولو دظرفيت جوړلو او کار په برخو کې دزمينو دبرابرولو په لاره کې ددغه شان کنفرانسونو جوړول ارزښتناک وبلل او ددغه شان هدفونو دتحقق په لاره کې يې دکابل پوهنتون داقداماتو يادونه وکړه دغه راز دايساف په استازيتوب جنرال جان ماداور خبرې وکړي او کابل پوهنتون يې دافغان دځوانانو داستعدادونو او زده کړي دودې په لاره کې منظم مرکز وباله او ځوانانو ته يې دپرمختيا پروګرامونو د دتطبيق په لاره کې دايساف پرهمکاري باندې ټينګار وکړ.
دايسک په دفتر کې درسنيو دمسول محمد شاه رامين دڅرګندونوله مخې دځوانانو مشرانو کنفرانس هرکال په افغانستان کې جوړيږي دځوانانو مشرانو دکنفرانس دجوړولو هدف دسياسي فعاليتونو ملاتړ نه دى بلکې دځوانانو مشرانو څخه هدف دولايتونو دمديريت دترلاسه کول په خاطر دځوانانو چمتوکول او دټولنيزو او فرهنګى مرکزونو په رهبري کې دځوانانو درول ملاتړ دي په دې کنفرانس کې په دې درې ورځنې کار په بهيرکې دسولې دځوانانو درهبري او په ٢٠١٤ کال او له هغه وروسته دځوانانو درول په باب خبرې وشي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.