11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر فریده د پنځو بچیانو مور...

يوغير مسوول وسله وال په دايکنډي کې ووژل شو .

يوغير مسوول وسله وال په دايکنډي کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : د دايکنډي ولايت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دخصوصي او دولتي لوړو زده کړو موسسو دکانکورازموينې داخستلو په باب خبرې وشوې .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل /دچنګاښ ٣مه / باختر :
ددولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسو دکانکور ازموينې داخستلوبهير دښه سمون په مقصد دلوړو زده کړو وزارت دازموينو دملي ادارې مسوولينو غونډه وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې، په دې غونډه کې چې دلوړوزده کړو وزارت دمحصلانو دچارو معين ، دازموينو دملي ادارې لوى رييس  دخصوصي لوړوزده کړوموسسو داتحاديې رييس او ددولتي اوخصوصي محصلانو دچارو او داکاډميکي چارو دڅېړنې رييسانو ګډون کړي و ، ددولتي اوخصوصي لوړوزده کړو موسسو دکانکور ازموينې داخستلو دلارو چارو په باب  دلازمو تياريو په اړوند خبرې وشوې .
دازموينو دملي ادارې رييس  پوهاند عبدالقدير خموش وويل چې دغه اداره په ټولو برخو کې تياري نيولي دي او د کانکور ازموينې په اخستلو کې کومه ستونزه نشته .
هغه دغه راز څرګنده کړه چې دغه اداره  په دې باب خپله طرحه دروغتيايي موضوعکانو درعايتولو له په پام کې نيولو سره دکانکور ازموينې داخستلو دتاييد په لاره کې  دعامې روغتيا وزارت ته خپله طرحه لېږلې ده .
کله چې دغه طرحه تاييد شي دغه اداره به په ډير لنډ ممکن وخت کې ددولتي اوخصوصي لوړو زده کړو موسسو دکانکور ازموينه واخلي .
دلوړو زده  کړو وزارت دمحصلانو دچارو معين  پوهندوي سيد فرهاد شهيد زاده هم څرګنده  کړه چې دخصوصي لوړوزده کړو موسسو ته دشموليت دکانکور ازموينې بهير دښه سمون په لاره کې په يو کلي طرز العمل موافقه شوې ده . چې له دې وروسته خصوصي پوهنتونونه بايددکانکور ازموينه دلوړو زده کړو وزارت په همغږى او سلامشورې سره ترسره کړي . او دغه بهير دازموينو دملي ادارې له لارې  پرمخ بيول کېږي .
ديادونې وړ ده چې ددولتي اوخصوصي  لوړو زده کړو موسسو دکانکور ازموينې  داخستنې دقيقه نيټه دبيړني کمېټې له تاييد وروسته  دازموينو دملي ادارې له خوا به داوطلبانو ته خبرورکړ شي .
ختم _ ج _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.