05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تیره اوونۍ ۳ ښوونځي جوړ شول او د هېواد په ۴ ولایتونو کې د۴ نورو د جوړېدو کار روان دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۳مه/ باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام اقرا پروژې تر سیوري لاندې د بادغیس په ابکمري، د هرات په کرخ او دکندز په خان اباد ولسوالیو کې درې ښوونځي بشپړ شول او دنورو ۴ نورو دجوړیدو چارې به ډیر ژر د قندهار  په سپین بولدک، دزابل  په شاه جوی، دنورستان ولایت په کامدیش او د خوست په تڼیو ولسوالیو کې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
دا ښوونځي ۱۰، ۸، یا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاګانې لري او دجوړیدو پر مهال یې تخنیکي او غیر تخنیکي کارکوونکو ته ۱۳ زره کاري ورځې رامنځته شوي دي.
بشپړو شویو ښوونځیو ۱۰۳۴ زده کوونکیو ته دزده کړې وړ چاپیریال رامنځته کړی او له جوړیدونکو ښوونځیو څخه به ۱۰۴۰ زده کوونکي ګټه پورته کړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.