15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل / د چنګاښ ۱۴ مه/ باختر د کابل ښار په اوومې تعلیمي حوزې پورې اړوند ده دانا نجونو لیسه نن د پوهنې وزارت سر پرستې رنګینې حمیدي پرانيسته. حمیدي په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې د لیسې جوړیدل یوه غوره کړنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې کاروان زیاتو هڅو او جدي کار ته اړتیا لري او هغه وخت را رسیدلی دی چې په هیواد کې د اسلامي او افغانې ارزښتونو په رڼا کې د نړیوالو معیارونو پر اساس د زده کړې لپاره د مناسبو امکاناتو پر برابرلو کار وکړو او همدارنګه د کیفیت د ودې په برخه کې ټول باید په جدي توګه په ګډه کار وکړو. د کابل ښار د پوهنې رییس ډاکټر ضمیر ګوارا د نوموړې لیسې جوړیدل د ښوونې او روزنې د معیاري خدماتو په برخه کې یو نوی زیری وباله زیاته یې کړه چې ده دانا نجونو لیسه په دریو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه د دولت له بودیجې څخه د ١٧ میلیونه ٦٦٢ زرو او ٢٩١ عشاریه ٢ افغانیو په ارزښت جوړه شوې چې ٢٢ درسي خونې لري. په پای کې د ده دانا لیسې آمرې بي بي حوا شینواري‌ په هیواد کې د ښو زده کړو په برخه کې په تیره بیا د نجونو په برخه کې د پوهنې وزارت له پاملرنې مننه وکړه زیاته یې کړه :د نوموړي ښوونځي په جوړیدو زموږ د نجونو او ښوونکو ستونزه د ټولګیو د نشتون له کبله حل شوه.
Last modified on Saturday, 04 July 2020 18:11

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.