10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهار کې د ښوونکوسترښارګوټی جوړېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال آباد د چنګاښ ۱۷ باختر
په ننګرهارکې د زرګونوښوونکولپاره د استوګنې ښارګوټی جوړېږي  .
دغه ښارګوتی په روداتو ولسوالۍ کې د شپږجریبه ځمکې په ساحه کې جوړېږي .
ټاکل شوې ده په دې ښارګوټي کې زرګونوښوونکوته  د استوګنې نمرې وویشل شي .
د ننګرهار والي شاه محمد میاخیل وايي چې د دغه ښارګوټي د جوړولوطرح د ښارجوړولو وزارت له لوري منظورشوی دی او عملي کاربه یې ډیرژرپیل شي .
په دې سترښارګوټي کې ښوونځى، جومات، روغتون، لوبغالي، تفریحي پارکونه، رستورانتونه، عامه کتابتون او شنه تجارتي ساحې په پام کې نیول شوي دي .
په ننګرهارکې د ښوونکو د ښارګوټي د اوبورسولوسیستم، برېښنا اوکانالیزاسیون جوړول د افغان انجنیرانوله لوري طرحه شوی دی.
د ننګرهاروالي د ښارجوړولوله وزیرسره په کتنه کې د ښوونکو د ښارګوټي د جوړولود عملي کارد پیل لپاره د هلوځلوپه اړوند خبرې وکړې.  ختم -ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.