10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ښوونې او روزنې په نصاب کې به ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي وي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)


کابل/ د چنګاښ ۲۱مه/ باختر

د پوهنې وزارت سر پرستې رنګینې حمیدي د سویل ختیځ زون له مدني فعالانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د پوهنې وزارت معلوماتو له مخې؛ په دې لیدنه کې د مدني فعالانو استازو له پوهنې وزیرې سره په خبرو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو ولایتونو ستونزې، نظریات او اندونه په تیر بیا د ذهنیت جوړولو په برخه کې شریک کړل.

همدارنګه د محرومو سیمو لپاره د ښوونې او روزنې د زمینې برابرول، د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښه او با کیفیته خدماتو وړاندې کول، نجونو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابرول او د هغوی ملاتړ او هغه شمیر سودا ګرو پام د موضوع ته را اړول چې په دغه ستر بهیر کې ونډه اخیستل غواړي، دا هغه څه وو چې په دې خبرو کې پرې بحث وشو.

حمیدي د سویل ختیځ زون له مدني فعالانو څخه مننه وکړه چې د معارف په اړه ستونزې یې له پوهنې وزارت سره شریکې کړې او ژمنه يې وکړه چې د هیواد بچیانو ته به د با کیفیته ښوونې او روزنې په برابرولو کې هېڅ ډول راز هڅې ونه سپموي.

حمیدي د هیواد په ښوونیز نظام کې پر اصلاحاتو ټینګار وکړ او زیاته ېې کړه: د ښوونې او روزنې نصاب پخوا له  سترو ننګونو سره مخ و؛خو علمي او مسلکي اصلاحات به په تیره د بیا کتنې په برخه کې په پام کې ونیول شي او ټول ملي او اسلامې ارزښتونه به د هیواد داساسي قانون په رڼا کې خوندي وي

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.