20 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په قندهار کې له کابو پنځه زره کسانو څخه د کانکور آزموینه اخیستل کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ۳۰ مه / باختر
د قندهار له بېلابېلو ښوونځیو څخه د دولسم ټولګیو له فارغانو، اختصاصي، شپني او د ماسټرۍ پروګرام لپاره له کانديدانو څخه د آزموینې اخېستل پیل شول.
د قندهار پوهنتون ریيس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق وايي: سږکال په قندهار کې ټولټال  ۴ زره ۷۶۳ کسان د کانکور آزموينه ورکوي چي ۷۰۵ یې نجونې دي.
وثیق زیاتوي چې د کرونا ويروس له امله سږکال د کانکور آزموينه په پنځو ورځو کې اخېستل کيږي چې له يکشنبې پيل او د روانې اوونۍ تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي او هره ورځ به له شاوخوا ۸۰۰ کسانو څخه آزموینه واخيستل شي.
پای/ وصال

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.