27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په محرومو سیمو کې ښوونې او روزنې ته پاملرنه د پوهنې وزارت لپاره لومړیتوب لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د زمري ۵ مه/ باختر

د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي، د ډایکنډي له والي ضیا همدرد،  د دغه ولایت د پوهنې له رییس او په ملي او ولایتي شوراګانو کې د دغه ولایت له یو شمیر استازو سره د پوهنې وزارت په مرکزي دفتر کې وکتل.

د پوهنې وزارت معلوماتو له مخې؛ په کتنه کې په ډایکنډي کې د پوهنې د پرمختګ، د پوهنې  ستونزي او د ښوونځیو د ودانیو جوړول، د حق‌الزحمه ښوونکو ګمارنه، د نويو تشکیلاتو او نورو اداري مسایلو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.

د ډایکنډي د ښوونې او روزنې ریاست رییس، د زده کړې په برخه کي د دغه ولایت د خلکو علاقې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ډایکنډي د پوهنې په برخه کې د یادو ستونزو په حلولو سره به د زده کونکو لپاره د ښوونې او روزنې لا ښه زمینه برابره شيد پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي، په دغه ولایت کې د پوهنې د ستونزو د شریکولو له امله د ډایکنډي ولایت له سیمه ییزو چارواکو نه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په ټول هیواد کي په ځانګړي توګه لیرې پرتو سیمو کې د کیفیت لرونکی زده کړې چمتو کول د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي

اوهڅه کوي د ډایکنډي د پوهنې په برخه کې شته ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.