28 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نهه طالبان په قندهار کې ووژل شول

نهه طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د لړم ۷ مه / باختر د قندهار په...

په زابل کې څلور ملکیان ووژل شول

په زابل کې څلور ملکیان ووژل شول

کابل / د لړم ۷ مه / باختر د زابل په...

 پر يوې  کوچنى نجلۍ د تيري عامل د شلوکلونو د بند په سزا محکوم شو

پر يوې کوچنى نجلۍ د تيري عامل د شلوکلونو د بند په سزا محکوم شو

٥٠-کابل / دلړم ٦مه / باختر د لوي څارنوالي مرستيال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ماسټري او دوکتورا په برخه کې د مصر د تحصیلي بورسونو خبرتیا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د زمري ۵ مه / باختر

د مصر  لوړو زده کړو وزارت د افغانستان او مصر دولتونو تر منځ د موجود پروتوکول په اساس خپل ۱۲ سیټه مختلف تحصیلي بورسونه، چې د هغو له جملې څخه ۴ سیټه د لیسانس، ۴ سیټه د ماسټري او ۴ سیټه د دوکتورا لپاره دي، د افغانستان دولت ته ځانکړي کړي دي

عمومي شرطونه:

۱- د الوتکې د تګ را تګ دوه اړخیزه ټیکټ لګښت پر محصل دی.

۲- ۱۰ امریکایي ډالر، چې یو سل اویا مصري پونډه کيږي محصل ته د بدل اعاشې په توګه ورکول کیږي او محصل د تحصیل په جریان کې له لیلیې څخه د ګټې اخیستلو حق لري.

۳- په https://www.wafeden.gov.eg   ویب سایټ کې نوم لیکنه او یاد ادرس ته د اسنادو لیږل اړین دي.

۴- له 15/8/2020 نیټې چې له 25/5/1399 سره سمون مومي څخه دمخه باید نوماندان خپل اسناد په پورتنې ویب سایټ کې ثبت کړي. له یادې نيټې څخه وروسته د نوماندانو هر ډول اسناد د منلو وړ نه دي

۵- د ماسټري او دوکتورا زده کړو ته د منلو لپاره په لومړي مرحله کې باید نوماند خپل موجود اسناد د مصر پوهنتونو مطابق معادل کړي چې د دیپلوم د معادلت پروسه له ۲ څخه تر ۶ میاشتو پورې غځیږي او د ۲۰۰ امریکایي ډالرو په شاوخوا کې لګښت ورباندې راځي چې دا به هم محصل خپله ورکوي.

۶- لومړیتوب هغو متقاضیانو ته ورکول کیږي چې له مصر څخه فارغ شوي وي، ځکه هغوی د دیپلوم معادلت ته اړتیا نلري.

۷- د نوماند د لیسانس او ماسټري دورو د نمرو سلنه باید ۶۵ څخه کمه نه وي

۸- په هغه صورت کې چې د ورکړل شویو سیټونو له شمیر څخه د بورسونو د متقاضیانو شمیر زیات وي نوماندان د هغوی د لیسانس او ماسټري دورو د لوړو نمرو سلنې په اساس ټاکل کیږي

د مصر په پوهنتونو کې د منلو لپاره اړین سندونه په لاندې ډول دي:

اصلي ډیپلوم (د ماسټري او دوکتورا لپاره)

د پاسپورټ کاپي

د تابعیت د تذکیري کاپي

د عدم مسوولیت جرمي فورم

روغتیایي بشپړ معاینات

نو ټول په شرایطو برابر مینوال کولای شي په یاد شوي ویب سايټ برسیره تر 15/8/2020 مطابق د 25/5/1399 نیټې پورې په یاد ویب سایټ کې له نوم لیکنې څخه وروسته د اړوندو بورسونو او نورو فورمونو د تر لاسه کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره مراجعه وکړي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.