27 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لوګر کې۴۰۰ نجونو او هلکانو ته د زده کړې زمینه برابره شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وږي ٨ مه / باختر
د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې د حضرت بلال په نامه د نجونو لومړنى ښوونځی جوړ شو.
د لوګر د پوهنې رياست ویاند شاهپور عرب باختر آژآنس ته وویل چې په دغه ښوونخي کې ۴۰۰ نجونو او هلکانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
عرب زیاته کړه چې دغه ښوونځی د دغې ولسوالۍ په دوبندي سیمه کې د سیمې د اوسېدونکو د اړتیا له مخې په داسې حال کې جوړ شو چې ۲۲ نور ښوونځي هم په دې ولسوالۍ کې فعال دي او د دغه ښوونځي د جوړولو عملي کار به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د یو بل خبر له مخې:
د لوګر پولیسو پرون دوه تنه د غلا په شک ونیول.
ویل کېږي دغه غله هغه وخت په پل علم ښار کې ونیول شول چې غوښتل یې د یوه کور مالونه او یو زرنج موټرسایکل يې غلا کړي.
ختم/ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.