20 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په خوست کې رضا کار استاد زده کوونکو ته انګلیسي ور زده کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل/ د وږي ۱۰مه / باختر
د خوست اسماعیل خېلو او مندزیو ولسوالۍ په برخانخېلو کلي کې استاد محمد ریحان سعید له دندې سره سره د ورځې په پای کې په وړیا ډول د خپل کلي ماشومانو او لویانو ته انګلیسي ورزده کوي .
د پامیر خصوصي پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي ريیس او د عالي دارالمعلمین استاد محمد ریحان سعید وایي: " له تېر یو نیم کال راهېسې (۳۵۰) زده کوونکو ته په خپله حجره کې په وړیا ډول هر ماښام تر ناوخته انګلیسي ژبه تدریس کوم چې په دغو زده کوونکو کې په ماشومانو سربېره لویان هم شامل دي."
ریحان وایي چې ولسوالي مو تر ښاره لرې ده او نه شي کولای چې زده کوونکي په شخصي لګښتونو په ښار کې زده کړې وکړي.
استاد وايي: " د ښار او ولسوالۍ ترمنځ مو (۲۵) کیلومتره لاره ده، بې وزله زده کوونکي نه شي کولای چې ترښاره لاړ شي او په شخصي لګښت هلته په انګلیسي او نورو برخو کې زده کړې وکړي، د همدې بې وزله زده کوونکو د غوښتنې له امله مې دلته درسونه پیل کړل چې اوس۳۵۰ زده کوونکو ته په څلورو ټولګیو کې تدریس کوم، د تدریس په موادو کې اکسفورډ پروګرام، انټرچینج سیستم او د اډوانس ګرامر شامل دي."
د دغه وړیا ښوونیز مرکز زده کوونکي مجاهد الله برخانخېل باختر آژانس ته وویل: "خوشحاله یم چې په خپل کلي کې په وړیا ډول د انګلیسي زده کړې کوم، د زده کړو په پیل سره په ځان کې مثبت بدلون وینم، په لیکلو او لوستلو سربېره کولای شم چې په انګلیسي ژبه روانې خبرې وکړم."
روښان هم د همدې ښوونیز مرکز زده کوونکی دی او وايي: " موږ کولای نه شول چې د بې وزلۍ له امله د انګلیسي زده کړې وکړو، خو اوس موږ ته دا فرصت برابر شوی دی چې دلته په وړیا ډول انګلیسي زده کړو، اوس د خپلو ژبو سربېره انګلیسي زده کړه هم د وخت اړتیا ده."
ډېر شمېر لوستي کسان په دې آند دي چې که هر ښوونکی د ریحان په څېر له رسمي دندې سره سره یو ساعت په خپل کلي کې زده کوونکو ته ځانګړی کړي دا به یې له خپل کلي او هېواد سره ستره مرسته وي.
پای/وصال

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.