20 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د غزني د ادارې اوحسابدارى د انستيتوت نوې ودانۍ پرانستل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دوږي ١١مه /باختر :
د غزني د ادارې او حسابدارى  انستيتوت  د ودانۍ کار بشپړاو نن پرانستل شوه
د غزني د والي وياند وحيد الله جمعه زاده باختراژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ادارې اوحسابدارى د انستيتوت  تدريسي او اداري ودانۍ د هندوستان په مرسته  د نولسو ميليونوافغانيو په لګښت جوړه شوې ده .
هغه زياته کړه : دغه ودانۍ په دوو پوړونوکې  جوړه شوې ده  چې د کمپيوتر د خونې اوکتابتون په ګډون  ١٤ درسي او ٦ اداري خونې لري .
د غزني د تخنيکي اومسلکي تعليماتو  د ادارې مسوول  نعمت الله مومند وايي چې د ادارې اوحسابدارى انستيتوت مخکې له دې په کرايي کورونوکې له زياتو ستونزو سره فعاليت کاوه .
د يادونې وړ ده  چې اوس پنځه سوه محصلان په بېلابېلو څانګوکې په دغه انستيتوت کې  په زده کړه بوخت دي .
ختم_ج _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.